هند کې ډاکټرانو د ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه ایستلي

  • 3 اګست 2019 - 12 زمری 1398
هند د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه اوه کلن ماشوم د لاندېنۍ ژامې غاښونو له مودو راهیسې پړسوب او درد درلود.

هند کې ډاکټرانو د ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه وایستل.ډاکټرانو د یوه اوه کلن ماشوم له خولې نه ۵۲۶ غاښونه ایستلي. دا ماشوم له ډېر وخت راهیسې له ناطبیعي پړسوب کړېده.

د دغه اوه کلن ماشوم د لاندېنۍ ژامې غاښونو له مودو راهیسې پړسوب او درد درلود، چې بالاخره د هند سوېل چنای کې یې تر روغتونه ورساوه.

ډاکترانو وروسته له هغې چې د غاښونو معاینه وکتله د هلک په خوله کې یې غیر عادي غاښونه ولیدل.

د ماشوم په کوزنۍ ژامه کې سلګونه غاښونه وموندل شول چې ډاکتران یې په جراحي عملیاتو کې په ایستلو وتوانېدل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښکاري چې دغه ماشوم له درې کلنۍ له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان و

د دغو غاښونو اندازې بېلابېلې وې.

دغه ماشوم درې ورځې په روغتون کې و او اوس ۲۱ غاښونه لري.

د غاښونو او خولې د جراحي برخې مشر ډاکټر پراتیبا راماني سي اېن اېن ته ویلي، د دې لامل معلوم نه دی، خو ویلی شو چې دا کېدای شي په ژنتیکي مسلو پورې تړاو ولري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښکاري چې دغه ماشوم له درې کلنۍ له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان و

ښکاري چې دغه ماشوم له درې کلنۍ له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان و، د هغې مور او پلار ویلي چې له درې کلنۍ راهیسې یې مخ پړسوب درلود.

داسې پېښې ډېرې کمې وي. په ۲۰۱۴ کال کې ممبۍ ښار کې ډاکټرانو د یوه اولس کلن ماشوم له خولې ۲۳۲ غاښونه ایستلي وو.