لیبیا کې بې پیلوټه الوتکې ۴۲ کسان وژلي

لیبیا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حفتر ملاتړي ځواکونه په پوځي ننداره کې

سیمه ییز چارواکي وايي، د لیبیا سوېل لوېدیځ‌ کې د قومندان خلیفه حفتر پلوو ځواکونو له خوا د بې پیلوټه الوتکې له خوا برید کې لږترلږه ۴۲ کسان وژل شوي دي.

دا برید مرزق ښار کې پر یوه سیمه ییزه شورا شوی دی.

د حفتر ځواکونه چې د لیبیا ختیځ‌کې مېشت دي وايي، د یکشنبې په ماښام یې پر ښار برید کړی خو وايي ولسي کسان یې نه دي په نښه کړي.‌

په لیبیا کې د معمر القذافي له پرځېدو وروسته دغه هېواد په جګړو او ناامنیو کې ایسار پاتې دی.

په تازه برید کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي چې د ۳۰ ټپیانو وضعیت نازک ښودل وی. فرانس پرېس خبري اژانس په یاده شورا کې د یوه چارواکي ابراهیم عمر له خولې ویلي، دې غونډې ته تر ۲۰۰ ډېر کسان وربلل شوي وو چې ''غوښتل یې پخپل منځ‌ کې اختلاف ته حل ومومي".

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې بې پیلوټه الوتکې د واده مراسم په نښه کړي.‌

د ملي یووالي حکومت چې د ملګرو ملتونو ملاتړ هم ورسره دی،‌ پر خواله رسنیو دا برید غندلی او خلیفه حفتر یې مسؤول بللی دی.‌

حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې په مرزق کې د حفتر د ملېشو د جرمونو څېړنه پیل کړي.

د حفتر ملاتړو ځواکونو پر خواله رسنیو ویلي، د برید موخه یې د چاد اجرتي ځواکونو په نښه کول وو،‌ چې دا توری د حفتر مخالفې 'ټیبو' نژاده ډلې ته کارول کېږي.

Image caption تېره جولای کې یوه برید د کډوالو پنډغالي کې ۴۴ کسان ووژل

له څو میاشتو راهیسې د لیبیا جګړه کې - چې د ملي یووالي حکومت او د حفتر د ملېشو ترمنځ روانه ده - تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

دا په دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې ولسي وګړو ته په کې ډېره مرګ ژوبله اوړي.

په تېره جولای میاشت کې د طرابلس څنډو کې د کډوالو یوه کمپ کې برید لږترلږه ۴۴ کسان ووژل.

تېر کال د حفتر ځواکونو د مرزق ښار ونیو چې هدف یې د هېواد په سوېل کې د تېلو تولیدوونکې سیمې نیول وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیفه حفتر په ۲۰۱۵ کال د پوځ د مشر ټاکل کېدو په مراسمو کې

ورته مطالب