د بېل کلېنټن او مونیکا لوینسکي رسوايي په امریکايي‌ ډرامه کې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ممثله بیني فیلډسټن (ښي لاس ته) به په ډرامه کې د مونیکا په رول کې ولوبېږي

په امریکا کې د تلوېزیوني پروګرامونو جوړوونکی یو شرکت د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بېل کلنټن او د سپینې ماڼۍ روزونکې مونیکا لوینسکي ترمنځ د پټو اړیکو د رسوایۍ په اړه تلوېزیوني ډرامه جوړوي.

په پام کې ده چې د (شړل: د امریکايي جرم کیسه) په نامه ډرامې خپرېدل به راتلونکی کال له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل شي.

سرچینې وايي، مونیکا د "اېف اېکس" تلوېزیون کې د ډرامو جوړولو له تولیدوونکو څخه وي.

په دې ډرامه کې به کومیډینه بیني فیلډسټن د مونیکا لوینسکي رول ولوبوي.

ساره پولسن به د لینډا ټریپ په رول کې وي. هغه ملکي ماموره چې په پټه یې له ولسمشر سره د مونیکا د اړیکو لرلو ځانګړې تیلېفوني اړیکې ثبت کړې دي.

تر اوسه په ډاګه نه ده چې د بېل کلنټن او د هغه د مېرمنې هیلیري کلنټن په رول کې به څوک ولوبېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مونیکال له هغې پېښې نږدې ۱۹ کاله وروسته

په ډرامه کې د جیفري توبین د هغه کتاب په ځینو پېښو هم تکیه شوې ده چې په ۲۰۰۰ کال کې چاپ شوی و.‌

مونیکا له یوې مجلې سره مرکه کې ویلي، د ریان مورفي په دې تولیدي ډرامه کې د ګډون په اړه دا "زړه نازړه" او "ان لږ وېرېدلې" هم وه.

خو وايي وروسته تر هغه قانع شوه چې د امریکا د ډار کیسو سینمايي تولیدوونکي ورته یوه "اوږده ماښامنۍ" چمتو کړه.

دا وايي وروسته یې د "ویاړ احساس" وکړ چې ګني "دا ډول فرصت" ورته برابر شوی.

د انځور حقوق Getty Images

دا وايي "له څو لسیزو راهیسې خلکو په دې کیسه کې ګډون کړی او زما د رول په اړه کیسې کوي، خو ان تر وروستیو کلونو پورې مې نه شو کولی چې ځان راغونډ کړم او خپله کیسه بشپړه کړم".

د اېف اېکس شبکې مشر جان لانډګراف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ډرامه داسې مهال خپرېږي چې امریکایان به د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایو صندوقونو ته ځي.

هغه لاس انجلیس کې خبریالانو ته وویل "باوري نه یم چې دا ډرامه به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو کوم اغېز وکړي".

د انځور حقوق William J Clinton Presidential Library
Image caption د ۱۹۹۹ فبرورۍ کې مونیکا لوینسکي له بیل کلنټن سره

لانډګراف زیاتوي د کلنټن له کورنۍ سره به په ډرامه کې د هغوی د ګډون په اړه په اړیکه کې نه شي.

۴۶ کلنه مونیکا ۲۲ کلنه وه چې له بیل کلنټن سره یې مینه پیل کړه او کلنټن هغه مهال ۲۷ کاله پرې مشر و.

کلنټن په ۱۹۹۹ کال د لوړې ماتولو په تور له واکه لیرې شو خو بیا وروسته له مونیکا سره د اړیکو په تړاو له دروغو ویلو پس کانګرس براءت ورکړ.

مونیکا تېر کال یوه مرکه کې ویلي وو د کلنټن کړنې "له واکه په ګټې اخیستو لوی تاوان اړولی، خو هغه په کافي اندازه تجربه لرله چې له نورو ځانګړی وي".

ټاکل شوې چې دا ډرامه به د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر ۲۷ مه پیل شي.

ورته مطالب