سامسونګ له خپل نوي ماډل موبایله پرده پورته کړه

موبایل د انځور حقوق SAMSUNG
Image caption دا مبایل وړتیا لري چې د ویډیو اخیستو پروخت د کرکټر شاته بکګراونډ بلر یا خړ کړي.

د موبایل جوړونې مشهورې کمپنۍ سامسونګ له خپله نوي جوړ شوي ځیرک ټیلیفونونو پرده پورته کړې. د ځیرک قلم درلودونکي ګلکسي "نوډ ۱۰" او "نوډ ۱۰" پلس دوه ډوله موبایلونه چې یو یې ۶،۸ او بل یې ۶،۳ انچه ښيښې لري، بازار ته وړاندې کېږي.

دا موبایل د ویډیو اخیستو پر وخت دا وړتیا لري چې د کرکټر شالید بلر یا خړ کړي.

دغه څېرک ټیلېفون همدا راز کولی شي په لاس کمزوري لیکل په مناسب متن بدل کړي. څومره چې تاسې فلم اخېستو پرمهال زوم کوئ همدومره نژدې غږ اخلي.

د دې ټیلیفون بله ځانګړنه دا ده چې قلم یې د ریموټ کنټرول په توګه هم کارېدای شي.

ستاسو جیب کې جاسوس شته؟

موبایل ټلېفون له ځان او بسترې لرې کېږدئ

ستاسو موبایل ستاسو په هکله څه وایي؟

کمره یې هم د بېلابېلو ځانګړو کارونو او فوکس وړتیا لري. مایک یې هم کوای شي لېرې غږ ثبت کړي.

د ګلکسي نوټ یوه ځانګړنه چې ډېری خلک یې پېري، اېس پېن یا ځانګړی ځیرک قلم یې دی چې کاروونکي ته د چټک کارولو امکان برابروي.

خینې وخت د ځیرکو ټیلیفونونو نوي ماډلونه ځینو ته سرخوږی هم جوړوي.

شاوخوا درې کاله وړاندې امریکا کې د ټېلیفوني خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو بټرۍ کې د ستونزې له امله د ګلکسي نوډ ۷ ځیرکو ټېلیفونونو وړاندې کول ودرول.

همدا راز د سوېلي کوریا رسنیو ویلي و چې د سامسنګ شرکت د خپلو دغو موبایل ټېلیفونونو تولید بند کړی و.

د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته د آسیا په بازارونو کې د سامسونګ شرکت ونډې څلور سلنه ولوېدې.

سامسنګ هغه مهال د ګلکسي نوډ ۷ موبایلونو لرونکو ته وویل چې کولی شي د تخنیکي ستونزو رفع کولو لپاره چې ښایي د احتمالي اور اخېستنې لامل شي، خپل ټېلیفونه بېرته ور وګرځوي.