په غار کې ایسار سړی څلور ورځې وروسته ژوندی ژغورل شوی

  • 9 اګست 2019 - 18 زمری 1398
د انځور حقوق POLICE HANDOUT
Image caption پولیس وايي، دغه سړی څلور ورځې د غره ډبرو تر منځ وږی تږی ایسار و

کمبودیا کې یو سړی د یوه غره لویو ډبرو تر منځ یوه غار کې له څلورو ورځو ایسارېدو وروسته ژوندی ژغورل شوی دی.

د دغه هېواد په لوېدیځ کې ځايي پولیس وايي، سوم بورا نومي دغه سړي د مرغانو فضله ټولوله چې بتۍ یا لاسي څراغ یې له لاسه ولوید او د بېرته پورته کولو پر مهال یې پښه وښوېده.

د باتمبنګ ایالت پولیسو په وینا څلورو ورځو پورې دغه ۲۸ کلن سړي نه څه خوړلي و او نه یې اوبه څښلې وې.

د انځور حقوق POLICE HANDOUT
Image caption لومړي وزیر هون سین د مرستندویانو ډله د پېښې ځای ته لېږلې وه

د دوی په وینا د پنجشنبې پر ورځ د سړي کورنۍ د هغه لټون پیل کړ او د ۲۰۰ مرستندویه کارکونکو له ۱۰ ساعته هلو ځلو وروسته د لویو پرشو له منځه ژوندی راوایستل شو.

د 'خمیر ټایمز ' ورځپاڼې رپوټ کې د نوموړي له خولې ویل شوي:

''د ژوندي پاتې کېدو هیله مې مړه وه، که چاکو مې درلودای، ځان به مې وژلی وای. ''

د مرغانو فضله مواد چې په ځايي ژبه 'ګوانو ' بلل کېږي، د سرې په توګه استعمالېږي او په کمبودیا کې د عاید یوه ښه سرچینه بلل کېږي چې د سویل ختیځې اسیا یو خورا بیوزلی هېواد دی.

د انځور حقوق POLICE HANDOUT
Image caption د سوم بورا له کورنۍ سره په ټول هېواد کې د خوړو او پیسو مرستې شوې دي

سوم بورا د 'چکرايي ' نومې غرنۍ لړۍ په یوه غار کې ایسار و او یوه بل ملګري لیدلي و، چې له ده سره یې کله نا کله د ګوانو په راټولولو کې ملګرتیا کوله.

د ښاغلي بورا مېرمن کویون سوتیا ویلي، اوس په روغتون کې د هغه د سر، ګونډو او سینې ټپونو درملنه کېږي.

نوموړې دغه راز د هېواد له لومړي وزیر هون سین مننه کړې چې مرستندویان یې لېږلي وو او له کورنۍ سره یې ۲۵۰۰ ډالره مرسته کړې.

د ځايي پولیسو مشر ساریت ویسیت ځايي رسنیو ته ویلي، راتلونکي کې یې د دغسې پېښو مخنیوي لپاره چکرايي غره ته پر ختلو بندیز لګولی.

اړونده مطالب