د عکسونو البوم: د کعبې پوښ څنګه او چېرې جوړېږي؟

د کعبې پوښ جوړول
Image caption د کعبې پوښ هر کال د عرفې په ورځ سهار (د ذي الحجې نهمه) بدلېږي، چې په دې ورځ بیت الله شریف کې د حاجیانو ګڼه ګوڼه نه وي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption دا پوښ له تورو ورېښمو جوړېږي، چې په زرینو زرتارو قرآني ایاتونه پکې په نخچ اوبدل کېږي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption د کعبې د پوښ پر جوړولو ټیک نهه میاشتې کار روان وي او ۲۰۰ کسان یې پر جوړولو بوخت وي، چې ټول ټال د ۲۰ او ۲۵ میلیون ریالو ترمنځ لګښت پرې راځي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption د کعبې شریفې د پوښ لپاره طبیعي ورېښم له ایټالیا او زرین زرتار له جرمني څخه راوړل کېږي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption د کعبې د تېر کال زوړ پوښ کوچنۍ ټوټې کېږي او ځینو وتلو شخصیتونو او دیني بنسټونو ته د ډالۍ په توګه ورکول کېږي.
د کعبې پوښ
Image caption ددغه ‎ ۱۴ متره لوړ او ۴۷ متره اوږده پوښ په بره خوا کې د کعبې د بام لپاره ۹۵ سانتي متره ناوې ته هم ځای پکې جوړېږي. دا پوښ له ۱۶ ټوټ، جوړېږي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption دا پوښ د مکې ښار ام الجود سیمې په یوه فابریکه کې جوړېږي، چې ټول کارکوونکي یې سعودیان دي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption د تاریخ پربنسټ، اسمعیل علیه السلام په لومړي ځل کعبې ته پوښ جوړ کړ، خو ځینو روایتونو کې د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یوه نیکه عدنان لومړی ځل کعبې ته پوښ وراغوستی و.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption مصر څو پېړۍ د کعبې پوښ جوړولو چاره پرغاړه اخیستې وه، چې بالاخره په ۱۹۶۲ کال دا چاره ودرول شوه او له هماغه راهیسې یې سعودي په خپله جوړوي.
د کعبې پوښ جوړول
Image caption په ښځو کې د عبدالمطلب مېرمنې او عباس مور نتیله بنت جناب هغه لومړنۍ ښځه ده چې کعبې ته یې پوښ وراغوستی دی. کله چې د هغې زوی عباس تری تم شو، نذر یې ومانه که یې زوی سالم راستون شو، په یوازې سر به کعبې ته پوښ جوړوي، چې د زوی تر ستنېدو وروسته یې همداسې وکړل.

دا انځورونه د بي بي سي خبریال اسدالله لودین راستولي دي