افغان حکومت ازبکستان ته د طالب مشرانو پر سفر نیوکه وکړه

طالبان ازبکستان کې د انځور حقوق @Zabehulah_M33
Image caption د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ازبکستان د سمرقند له والي سره کتلي، چې ازبکستاني چارواکو پکې د افغانانو د بلې خپلمنځي غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی او طالبانو یې هرکلی کړی دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ازبکستان د سمرقند له والي سره کتلي، چې ازبکستاني چارواکو پکې د افغانانو د بلې خپلمنځي غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی او طالبانو یې هرکلی کړی، افغان حکومت د ازبکستان له خوا د طالب استازو پر کوربه توب نیوکه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر لیکلي، د ازبکستان له خوا په رسمي توګه د طالبانو کوربتوب د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو د اسانچاري څرګندونه نه کوي.

د افغان حکومت په غبرګون کې راغلي، له ټولو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیانو یې غوښتنه دا ده چې د سولې بهیر کې د افغان حکومت او خلکو مشرتابه او مشرۍ ته درناوی ولري:

''افغانستان تل د افغان سولې بهیر کې د نړیوالو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کړی. ازبکستان هم د یوه دوست او ګاونډي هېواد په توګه په دې بهیر کې خپل چمتووالی ښودلی."

افغان حکومت دا غبرګون وروسته تر هغه ښودلی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبد الغني برادر ازبکستان کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف سره خبرو کې د دې هرکلی کړی چې د افغانانو خپلمنځي غونډه په تاریخي ښار سمرقند کې وشي. ملابرادر او نور طالب چارواکي پرون دغه ښار ته ورغلي وو.

بل خوا، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه د افغانانو خپلمنځي سولې خبرو لپاره د جرمني د ژمنتیا هرکلی کړی، ښاغلی خلیلزاد زیاتوي د افغانانو خپلمنځي خبرې د افغان سولې د بهیر یوه اساسي برخه ده.

د انځور حقوق @Zabehulah_M33
Image caption د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا انځور پر خپل ټوېتر خپور کړی

د امریکا استازي ویلي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره د افغان سولې په برخه کې د وروستي شویو پرمختګ په اړه معلومات شریک کړي دي.

د قطر خبري اژانس د یوه راپور له مخې د تېرې پنجشنبې په ورځ "اتم د اګسټ" د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد ال الثاني د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د قطر له امیر سره د ولسمشر ټرمپ د خبرو ډېر جزیات نه دي پر ډاګه شوي، خو له دې مخکې د تېرې جولای میاشتې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ واشنګټن کې له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره خبرو کې وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه په وینا یې امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.

ورته مطالب