پاکستان: د 'لیوه - سپي' زېږولو لپاره رواړل شوې لیوګۍ نیول شوې

  • 10 اګست 2019 - 19 زمری 1398
اسلام اباد کې ځینې شتمن کسان ولف ډاګ یا لیوه سپي ساتې او پرې ویاړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسلام اباد کې ځینې شتمن کسان ولف ډاګ یا لیوه سپي ساتې او پرې ویاړي

پاکستاني چارواکو پلازمېنه اسلام اباد کې درې لیوګۍ (ماده لیوه) نیولي چې د غیر قانوني پلور لپاره له سواته راوړل شوې وې.

د پاکستان طبیعي حیات خوندیتوب چارواکو دغه لیوګۍ پلازمېنې ته څېرمه مارګله ځنګله کې خوشې کړې دي.

د دغې ادارې مشر انیس الرحمان بي بي سي ته وویل، د لیوانو راوړنکو پلان داسې و چې لاهور کې یې وپلوري، خو د دوی کارکونکو ونیول او پولیسو سره یې دوسیه ثبت شوه.

نوموړی وايي، تورنو کسانو ویلي چې د درې سوه زره روپیو بدل کې سودا شوې وه او هدف دا و چې د دغو لیوګیو او اعلی نسل سپیو له یو ځای کېدو نه ولف ډاګ تر لاسه شي چې خورا تود بازار لري.

غلام سرور چې د پاکستان له پنجاب پوهنتونه یې د حیاتیاتو مضمون کې دکتورا تر لاسه کړې وايي، د لیوګۍ او سپي له یو ځای کېدو تر لاسه شوي سپي چې ولف ډاګ یا لیوه سپی بلل کېږي، خورا ګران بیه دي چې له شلو زرو تر څلور سوه زرو پورې بیه مومي.

اروپا کې ښکار د لېوانو نسل له کمښت سره مخامخ کړی

د سپي غپا د فرانسې یوه سیمه کې په ۷۷ ډالرو تمامېدلی شي

د نوموړي په وینا د سپي او لیوه له یو ځای کولو د یوه بل حیوان نسل تر لاسه کولو بهیر خورا پیچلی دی او ډېر وخت نیسي.

د دې لپاره له ځنګلونو داسې لیوګۍ نیول کېږي چې عمر یې تر شپږ میاشتې زیات نه وي او بیا کراچۍ او لاهور کې ځینې بانفوذه ډلې دغه لیوګۍ له سپیو سره د یو ځای کولو لپاره استعمالوي.

داسې تر ټولو لوی مرکزونه لاهور کې دي او دویم ځای یې کراچۍ دی.

د انځور حقوق IWMB
Image caption ماهرین وايي، په ځنګله کې لیوان له ۱۵ تر شلو کلونو عمر کوي، خو پنجره کې د ایسار لیوه عمر له نهو تر لسو کلونو نه زیاتېږي.

غلام سرور وايي، په دې توګه ولف ډاګ ډوله سپي تر لاسه کېږي چې د لیوه او سپي ځانګړنې لري.

ویل کېږي دغه لیوګۍ د دوو کلونو موده کې بچي زېږوي، خو لیوه او سپی چې د حیواناتو په جلا نسلونو پورې اړوند دي او یوه بل ته جنسي میلان نه لري، ځکه کم عمره لیوګۍ تر میاشتو پورې پنجرو کې له سپي سره ایسارې ساتل کېږي.

د نوموړي په وینا دغه سپي بیا د یږانو او خنزیزانو په جنګولو کې استعمالېږي، چې که څه هم قانوني بندیز پرې لګېدلی، خو له څو کلونو راهیسې د پاکستان ځینې سیمو کې په پټه ترسره کېږي.

نوموړی وايي، د اسلام اباد په ګډون ځینو سیمو کې ډېر بانفوذه کسان دغه کاروبار کې شامل دي او ان د خواله رسنیو له لارې یې هم پېر او پلور کېږي.

ښاغلی سرور د یوې نړیوالې څېړنې پر بنسټ وايي، چې پاکستان کې د لیوانو شمېر له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې رسېږي او ګلګت بلتستان سیمو کې یې شمېر شاوخوا ۳۵۰ ته رسېږي.

د نوموړي په خبره د ځنګلونو لږوالی، د خوراک کمی او له سپیو سره د ماده لیوانو نیولو ګواښونو پاکستان کې د دغه حیوان ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

اړونده مطالب