هندي سړي ګران بیه ډالۍ شوی موټر سیند ته وغورځاوه

بي ایم ډبلیو د انځور حقوق Getty Images

یوه هندي سړي هغه ګران بیه بي ایم ډبلیو ډوله موټر سیند ته غورځولی چې د زوکړې ورځې په مناسبت د ډالۍ په توګه ورکړل شوی و.

په ظاهره داسې ښکاري سیند ته د موټر غورځونکی سړی له دې کبله مرور و چې ولې جاګوار ډوله موټر نه دی ورته ډالۍ شوی.

ویل کېږي دغه سړی د یوه ځايي شتمن زوی دی چې د ځمکو څښتن دی.

په خواله رسنیو کې سیند ته غورځول شوی ګران بیه موټر په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې په سیند کې تر یوه ځایه یې اوبه وړي او بیا څنډې ته په ګڼو ولاړو وښو کې تم کېږي.

په ویډیو کې ښکاري چې دغه سړی وروسته د موټر ژغورلو هڅه کوي.

د هند شتمن ولې خیرات نه ورکوي؟

برتانیا؛ هندي وروڼه بیا تر ټولو شتمن وبلل شول

پېښه د هند په شمالي هریانه ایالت کې شوې ده. د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د سیمې پولیس د پېښې په تړاو څېړنه کوي.

په هند کې د بي ایم ډبلیو ډوله موټرو بیه تر درې نیم میلیونو روپیو ( ۴۹ زره ډالرو) پورې رسېږي، خو د جاګوار ډوله موټرو بیه بیا له څلورو تر پنځو میلیونو روپیو پورې رسېږي.

اړونده مطالب