د هندي پوځ ملاتړ له کبله پر پریینکا چوپړا نیوکې

پریینکا د انځور حقوق Getty Images
Image caption پریینکا وایي د جنګ لېواله نه ده خو له خبل هېواد سره مینه لري

د هند د سینما نامتو ستورې او د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه پریینکا چوپړا هغه ټویټ اوس ناندریز شوی چې په تېره فبرورۍ میاشت کې یې کړی و. هغه مهال کله چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي وضعیت ترینګلی و او دواړه هېوادونه جنګ ته سره نږدې وو، اغلې چوپړا په یوه ټویټ کې د هندي پوځ په ملاتړ هشټګ کارولی و.

د یکشنبې پر ورځ د اګست پر یوولسمه نېټه کله چې نوموړې د امریکا په لاس انجلس ښار کې په یوه غونډه کې خبرې کولې، د عایشه ملک په نامه یوې پاکستانۍ پېغلې نوموړې په "منافقت" تورنه کړه.

عایشه ملک د غونډې په تالار کې پریینکا چوپړا ته مخاطبه شوه او ورته یې وویل:

"ته دلته د انسانیت خبرې کوې. خو ستا خبرو کې منافقت شته. ځکه تا په داسې وخت کې د هندي پوځ په ملاتړ ټویټ کړی و چې هند او پاکستان اټومي جګړې ته بیخي نږدې وو. تا په دې کار سره د اټومي جګړې ملاتړ کړی".

پریینکا د دې پېغلې په ځواب کې وویل چې هېڅ کله هم د جګړې لېواله نه ده، خو د ډېرو نورو انسانانو په څېر دا هم له خپل هېواد سره مینه لري.

د انځور حقوق SPISHA INSTAGRAM
Image caption عایشه ملک هغه پاکستانۍ نژاده نجلۍ وه چې پر پریینکا یې نیوکه وکړه

هېره دې نه وي چې اغلې چوپړا دا مهال د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره هم ده.

د نوموړې د ټویټ په اړه دا وروستۍ ناندرۍ داسې وخت کې پیل شوې چې هند او پاکستان یو ځل بیا په کشمیر کې د وروستیو پرمختګونو له کبله یو بل ته ګوته په ماشه دي.

د هند حکومت تېره اونۍ تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ایالت د ځانګړي حیثیت ختمولو اعلان وکړ، چې په پایله کې یې دې سیمې خپله نیمه خپلواکي له لاسه ورکړه.

د هند حکومت له دې ګام سره سم په کشمیر کې زرګونه پوځیان هم ځای پر ځای کړل، او له هماغه راهیسې په سیمه کې وضعیت تاوجن دی.

پاکستان د هند دا ګام غندلی او لومړي وزیر عمران پارلمان ته په وینا کې وویل، د کشمیر پر سر له هند سره جنګ کېدلی شي.

ورته مطالب