د ټرمپ ادارې بې وزله کډوال په نښه کړي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption خو سپینه ماڼۍ وايي اوسنی نظام د هغو کډوالو په ګټه دی چې په امریکا کې کورني تړاوونه لري.

د ټرمپ ادارې دا ځل د کډوالۍ قوانینو کې نوي شرطونه اضافه کړي چې ډېر بې وزله قانوني کډوال په امریکا کې د دایمي اوسېدو او یا د اوسېدو د مودې غځولو جوګه کېدای نه شي.

په نویو بدلونونو کې هغه کډوال په نښه شوي چې تر ډېره په خپل ژوند کې د دولت او ټولنیزو پر مرستو تکیه کوي، لکه د خوړو کوپون، عامه استوګنه او یا بې وزله کسانو ته روغتیايي مرستې.

د کډوالو غوښتنې به هغه وخت ردېږي، که حکومت وغواړي په راتلونکې کې دوی د دولت پر مرستو تکیه وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي نوي قوانین به د اکتوبر له ۱۵ عملي کېږي.

د کډوالو د حقونو اړوندو ټولنو پر دغه پلان نیوکه کړې او دا یې په ناعادلانه ډول د کم عاید لرونکو کډوالو په نښه کول بللي دي.

د کډوالۍ د قانون ملي مرکز ویلي،‌ دوی به هڅه وکړي چې د ټرمپ اداره د نویو قوانینو له عملي کولو راوګرځوي.

خو سپینه ماڼۍ وايي اوسنی نظام د هغو کډوالو په ګټه دی چې په امریکا کې کورني تړاوونه لري.

په امریکا کې دا مهال د ناقانونه کډوالو شمېر ۲۲ میلیون کسانو ته رسېږي چې دغه نوي قوانین د دوی په ګټه نه دي.

تېره اونۍ د ټرمپ ادارې په مي سي س‍ي پي ایالت کې شاوخوا ۶۸۹ ناقانونه کډوال ونیول.

په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې په دې نیونو کې کوچني ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې د امریکا پر پولو به امنیت ټینګ کړي او دغه راز به له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړ کړي، چې د دندې له سمبالولو وروسته یې دې لړ کې یو ځانګړی فرمان خپور کړ.

ورته مطالب