ورځپاڼې: امریکا له افغانستانه د زرګونو پوځیانو ایستلو پلان جوړوي

  • 13 اګست 2019 - 22 زمری 1398
امریکايي سرتېري افغانستان کې د انځور حقوق AFP
Image caption نیوز ویک مجله وايي، د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' د زرګونو سرتېرو بالقوه وتنې لپاره پلان جوړوي.

'نيوز ويک' مجله وايي په هماغه ورځ چې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو بشپړ شو، افغانستان کې د مجلې په وينا د دغې اورپکې ډلې پر وړاندې د امريکا په مشرۍ عمليات يا خو په پام وړ کچه کم شوي او يا هم درېدلي دي.

مجله زياتوي، د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' د زرګونو سرتېرو بالقوه وتنې لپاره پلان جوړوي.

مجله وايي په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې نه ده، خو د امريکا دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو دغې مجلې ته ويلي چې دوى ته د طالبانو پر ضد د نژدې ټولو جگړه ييزو عملياتو د محدودولو حکم شوى دى.

دوى مجلې ته ويلي دوى ته هم همداراز ويل شوي چې افغان امنيتي ځواکونو ته د سلا مشورو ورکړه ودروي.

مجله وايي چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت چارواکو په دې تړاو مجلې ته د څرگندونو ډډه وکړه.

مجلې ته د پنټاگون چارواکو ويلي د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر وړاندې عمليات به دوام مومي او د افغان ځواکونو روزنه، ملاتړ او ورته د سلا مشورو ورکړه به يوازې هغه مهال تر سره کېږي چې د پرېکنده ملاتړ لوړ پوړي چارواکي يې منظوري ورکړي.

د طالبانو پر وړاندې نژدې ټول عمليات کم شوي او يوازې د ځان د دفاع په حالت او يا د ناټو نورو غړو او يا لوېديځوالو متحدو ځواکونو سره د مرستې په موخه به ترسره کېږي.

نيويارک تايمز وايي په داسې حال کې چې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستنې لپاره طالبانو سره يوې هوکړې ته نژدې برېښي، افغان ځواکونه د دغه هېواد په ډېره برخه کې په دفاعي حالت کې دي. ورځپاڼه وايي افغان قومندانانو تېر کال له دفاعي حالته د وتو او د يرغليز حالت خپلولو ژمنه کړې وه خو اوس هم د جگړې په مهمو ډگرونو کې ډېر شمېر افغان ځواکونه په پياوړو اډو او پوستو کې ځاى پر ځاى دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان دفاع وزير اسد الله خالد نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ويلي اوس د ځواکونو ذهنيت بدل شوى له دفاعي حالته يرغليز هغه ته اوښتى او دوى ورباندې نور هم کار کوي.

ورځپاڼه وايي ډېرى عملياتونه کم شمېر افغان او امريکايي ځانگړي ځواکونه تر سره کوي چې هوايي ملاتړ يې هم کېږي.

خو دفاع وزير اسد الله خالد ورځپاڼې ته ويلي اوس د ځواکونو ذهنيت بدل شوى له دفاعي حالته يرغليز هغه ته اوښتى او دوى ورباندې نور هم کار کوي.

امريکايۍ د هېل ورځپاڼې افغانستان کې د سولې په تړاو روان بهير او د يوې احتمالي هوکړې په حالت کې ليکلي چې امريکا بايد له هغو لوبغاړو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې غواړي سياسي نظم وساتي.

ورځپاڼه وايي که حکومتي مشران او امنيتي جوړښتونه غواړي د امريکا له مرستيو برخمن وي نو بايد د جوړ جاړي برخه وي او د چلند يو معيار رعايت کړي لکه له بشري حقونو يې سرغړونې محدود وي او که داسې نه وي نو بيا دې يوازې پاتې شي.

ورته مطالب