د قرغیزستان پخوانی ولسمشر د کودتا په دسیسې تورن شوی

  • 13 اګست 2019 - 22 زمری 1398
الماس بیګ اتامبایوف د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی اتامبایوف د واک له لېږد مخکې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ ولسمشر و.

د قرغیزستان د ملي امنیت مشر د دغه هېواد پخوانی ولسمشر الماس بیګ اتامبایوف د کودتا په دسیې تورن کړی.

وړاندې لوی څارنوال په رسمي توګه نوموړی په وژنو، د پراخو نارامیو په سمبالولو او برمته کولو تورن کړی و.

تېره اونۍ ددغه هېواد ځانګړو ځواکونو له پلازمېنې بیشک بهر د نوموړي پر هغه استوګنځي برید وکړ او نوموړی یې ونیو، چې ټینګ امنیت یې نیول شوی و.

په دې عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو یو غړی هم وژل شوی او د اتامبایوف ځینې ساتونکي نیول شوي وو.

په ورته وخت کې ښاغلی اتامبایوف د ډزو د امر ورکولو تور منلی چې په وینا یې، دی یوازې یو ټوپک لري.

نوموړی د فساد په تور پولسو ته د پوښتنو ګروېږنو د ځوابولو لپاره ورنغی او پرې لګول شوي تورونه یې رد کړي وو.

په تېره جون میاشت کې له نوموړي پارلماني مصونیت بېرته واخیستل شو.

د قرغیزستان اوسني ولسمشر سورونبای جینبایوف ویلي وو، ښاغلی اتامبایوف یې یوازې د یوه شاهد په توګه پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښت، خو نوموړي یو "لوی جرم" وکړ.

د تېرې چارشنبې په ورځ ځانګړو ځواکونو د نوموړي پر کور د شپې چاپه ووهله، خو د اتامبایوف ملاتړو په دفاع کې له ځانګړو ځواکونو سره نښته وکړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د قرغیزستان اوسنی ولسمشر سورونبای جینبایوف (کیڼ لاس ته) د پخواني ولسمشر الماس بیګ اتامبایوف (ښي لاس ته) ځایناستی ټاکل شوی.

د قرغیزستان د ملي امنیت کمېتې (جي کې اېن بي) په وینا، "یوازې په پلاستیکي مرمیو" ځانګړو ځواکونو د تېرې چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر د نیولو په ځانګړو عملیاتو کې ګډون کړی و.

قرغیزستان په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شو چې ډېری (شپږ میلیونه) وګړي ترک ژبي وګړي یې مسلمانان دي.

ښاغلی اتامبایوف د واک له لېږد مخکې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ ولسمشر و.

ورته مطالب