د ایران په اړه د پومپیو خبرداری؛ "وخت کم پاتې دی"

  • 13 اګست 2019 - 22 زمری 1398
پومپیو پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د غځولو غوښتنه کړې د انځور حقوق Getty Images
Image caption پومپیو پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د غځولو غوښتنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې پر ایران د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي بندیزونه به راتلونکی کال ختم شي او له هغه وروسته به په منځني ختیځ کې یو ځل بیا پوځي سیالي زور واخلي.

ښاغلي پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې وخت کم پاتې دی او نړیواله ټولنه باید پر ایران فشار راوړي چې د سیمې د بې ثباته کولو چلن پرېږدي.

د مایک پومپیو په ټویټ کې راغلي چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران د وسلو د پیر او پلور بندیز ختم شي او د انقلابي ګارډ مشر جنرال قاسم سلیماني به هم یو ځل بیا د سفر کولو اجازه ولري.

له ټویټ سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه هم مل ده. په اعلامیه کې راغلي چې ایران په سیمه کې د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دی او له تېرو څلوېښتو کلونو له ورانکارو ډلو سره اړیکي لري.

په اعلامیه کې دا اندېښنه هم څرګنده شوې چې د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر میاشتې وروسته به چین او روسیه وکولی شي چې پر ایران ټانکونه، میزایل او د هوایي دفاع سیستمونه وپلوري.

ایران او نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۵ کال کې د دې هېواد اتومي پروګرام په اړه یوه تاریخي هوکړه وکړه، چې له مخې یې پر ایران نړیوال بندیزونه نرم شول او تهران د یورانیمو د پخولو چاره کې د نړیوالې ټولنې شرطونه ومنل.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته دا تړون لغوه کړ او پر ایران یې یو ځل بیا بندیزونه ولګول. اروپایي ټولنه لا هم ځان دې تړون ته ژمن بولي.

په ځواب کې ایران هم څه موده وړاندې اعلان وکړ چې یو ځل بیا به له هغې کچې ډېر یورانیم پخوي چې نړیوالې ټولنې ورته ټاکلې وه.

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې په تېره جون میاشت کې ایران په سیمه کې د امریکا یوه پوځي بې پیلوټه الوتکه وغورځوله.

وروسته د امریکا سمندري جنګي بېړۍ په خلیج کې د ایران یوه پوځي بې پيلوټه الوتکه وویشتله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، دا بې پیلوټه الوتکه د امریکا جنګي بېړۍ یو اېس اې بوکسر ته په نژدې کېدو سره وویشتل شوه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هرمز تنگي کې د ايرانۍ بې پيلوټې الوتکې د نسکورولو اقدام دفاعي و. ايراني ډرون د نوموړي په خبره امريکايۍ بېړۍ ته ډېر نژدې شوى و.

ولسمشر ټرمپ همداراز پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې راتلونکې کې له هرمز تنگي د خپلو تېرېدونکو بېړيو خونديتابه لپاره له امريکا سره کار وکړي.

ورته مطالب