کشمیر: د هندي او پاکستاني پوځیانو نښته کې د مرګژوبلې ادعاوې

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر د دوی په خبره د وژل شویو پوځیانو نومونه خپاره کړي دي. د انځور حقوق ISPR
Image caption د پاکستان پوځ رسنیز دفتر د دوی په خبره د وژل شویو پوځیانو نومونه خپاره کړي دي.

پاکستان کې پوځي چارواکي وايي، د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ یوه نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ادعا کوي چې ځوابي برید کې پنځه هندي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته د هند اي این ای خبري اژانس پر ټویټر د هندي پوځي چارواکو له قوله د پاکستان دغه ادعا رد کړې چې ګواکې د کشمیر جلا کوونکې کرښې (ایل او سي یا لاین اف کنټرول) اوږدو کې د متبادلو ډزو لړ کې هندي پوځیان وژل شوي دي.

د هندي رسنیو په رپوټونو کې د هندي پوځي چارواکو له قوله ادعا شوې چې پونچ سیمه پاکستاني پوځیانو له اوربنده سرغړونه کړې.

له دې مخکې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي و، د کشمیر ایالت د ځانګړي حیثیت ختمولو پرېکړه به د دې سبب شي چې د دې سیمې پخوانی ویاړ بېرته را ژوندی شي.

د پنجشبنې پر ورځ د هند د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې لومړي وزیر مودي وویل، کشمیر به د هند په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه، د اساسي قانون ۳۷۰مې مادې، چې کشمیر ایالت ته یې ځانګړی حیثیت ورکړی و، په دې ایالت کې فساد ته لاره هواره کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی مودي وایي، د کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو موخه دا ده چې یاد ایالت په پاتې هند ورګډ شي او د نورو ایالتونو په څېر له هر ډول اسانتیاو ګټه پورته کړي.

خو لومړي وزیر په خپلو خبرو کې په کشمیر کې روان وضعیت، ګرځ بندیز او د مخابراتي شبکو بندښت ته هېڅ اشاره ونکړه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون چارشنبه د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې د کشمیر په اړه د هند حکومت وروستی ګام وغانده.

نوموړي وویل، د نړۍ په هر دریځ به د کشمیر مسئله را پورته کوي او د دې وضعیت پړه به د هند پر غاړه وي.

هند لومړي وزیر که څه هم د خپل پاکستاني سیال د خبرو ځواب ورنکړ، خو په کور د ننه یې هغه کسان وغندل چې د کشمیر پر موضوع سیاست کوي.

نوموړي وویل، د ده حکومت هغه څه وکړل چې په تېرو ۷۰ کلونو کې چا نه شو کولای، ځکه له پخوانیو حکومتونو او سیاستوالو سره د خپل راتلونکي غم و.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې وضعیت تاوجن دی او مخابراتي شبکې بندې دي.

له ګرځبندیز سره سره په ځینو سیمو کې د هند حکومت د وروستي ګام پر ضد احتجاجونه شوي دي.

د کشمیر ځینې مهم سیاستوال هم له تېرو څو وروځو راهیسې په خپلو کورونو کې نظر بند دي.

ډېری کشمیریان اندېښنه لري چې د نرېندرا مودي حکومت غواړي په دې ګام سره د کشمیر سیاسي او توکمیز جوړښت بدل کړي او په دې ایالت کې هندوان په اکثریت بدل کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان له دې مخکې پرون وویل، د نړۍ په هر دریځ به د کشمیر مسئله را پورته کوي او د دې وضعیت پړه به د هند پر غاړه وي.

خو واکمن حکومت وایي، د کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو موخه دا ده چې یاد ایالت په پاتې هند ورګډ شي او د نورو ایالتونو په څېر له هر ډول اسانتیاو ګټه پورته کړي.

د پنجشنبې پر ورځ د لومړي وزیر مودي وینا که څه هم پر کشمیر ور ټوله وه، خو دا مهم اعلان یې هم وکړ چې هند به په لومړي ځل د لوی درستیز پوست رامنځته کوي.

دا لوی درستیز به د هند د ځمکني، هوایي او سمندري پوځ مشري پر غاړه ولري.