له کوترو سره ټکر؛ الوتکه په کرونده کې کېناسته

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
چارواکي وايي، الوتکه د جوارو په کرونده کې کېناسته

په روسیه کې یوې مسافر وړونکې الوتکې وروسته له هغې په زراعتي ځمکه کې بېړنۍ ناسته کړې چې په هوا کې د کوترو یوه سېل یې ماشین زیانمن کړی دی. روغتیايي چارواکي وايي په دې پېښه کې ۲۳ کسان ژوبل شوي دي.

د 'اورال ایرلان ایربس ۳۲۱' په نوم هوايي شرکت دغه الوتکه د کرېمیا سېمفېروپول ته تلله چې له الوتنې شیبه وروسته د یو ډول سمندري کوترو سېل یې ماشین ګډوډ کړ او الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړه شوه.

د روسیې دولتي رسنیو دا معجزه بللې.

د هوايي شرکت چارواکو ویلي، الوتکې ډېر زیان لیدلی او راتلونکې کې به الوتنه و نه کړي.

په دې اړه لانورې څېړنې روانې دي. په دې الوتکه کې ۲۳۳ مسافر او د الوتکې خدمتي کسان ناست وو.

د رپوټونو له مخې کوترې د الوتکې انجن پورې نښتې وې او پیلوټانو پرېکړه وکړه چې ژر تر ژره بېړنۍ ناسته وکړي.

یوه مسافر چې نوم یې نه دی ښودلی شوی ویلي، له الوتنې وروسته الوتکه ډېره سخته لړزېدله.

"پنځه ثانیې وروسته د الوتکې ښي اړخ څراغونه بلیدل او مړه کېدل او په الوتکه کې د سوځېدلي شي بوی و. موږ ټول له الوتکې ښکته شو او هر څوک ترې تښتېدل."

د ټرانسپورټ چارواکو ویلي، الوتکه د ژوکوفسکي نړیوال هوايي ډګر ځغاستلیکې ته شاوخوا یو کیلومتر نژدې په بند ماشین د جوارو پټیو کې کښېناسته.

په الوتکه کې سپاره کسان له دې الوتکې ایستل شوي او ځینې یې روغتون ته د درملنې لپاره بیول شوي دي او یو شمېر بېرته هوايي ډګر ته ستانه کړای شوي دي.

ددې هېواد د روغتیا وزیر ویلي، په بستر شویو کې پنځه ماشومان هم شامل دي. په روغتون کې د ځینو وضعیت خواشینونکی او د یو شمېر نورو حالت ښه ښودل شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مرستندویان په کرونده کې د الوتکې له کېناستو وروسته د پېښې ځای ته ورغلي

د اورال هوايي شکرت مشر جنرال کرېل سکورېټوف رسنیو ته ویلي، هغوی چې غواړي خپل سفر ته دوام ورکړي، له روغتیايي ازموینې وروسته به په نورو الوتکو کې ولېږل شي.

په هوا کې د مرغیو لخوا الوتکو ته ستونزه جوړول معمول کار دی، زرګونه داسې پېښې هر کال یوازې په امریکا کې کېږي خو ډېرې کمې یې د الوتکې د زیانمنولو لامل کېږي.