امریکايي پولیس هغه ښځه لټوي چې ودونو کې غلا کوي

CCTV of woman police are hunting د انځور حقوق ComalCountyCrimeStoppers

امریکايي پولیس د هغې ښځې لټون کوي چې ګومان کېږي په یو شمېر ودونو کې یې ناوې او زوم ته ورکړل شوې ډالۍ غلا کړې دي.

ویل کېږي دغه ښځه سویلي ټکساس ایالت کې له دسمبر میاشتې راهیسې لږ تر لږه څلورو ودونو کې نابللې مېملنه وه او څه نا څه یې غلا کړي دي.

پولیسو د دغې ښځې یو تصویر هم خپور کړی چې یوې نوې واده شوې جوړې ته د ډالۍ شوي کارت په مرسته یې د سودا رانیولو هڅه کوله.

وسله والو غلو له هوايي ډګره ۷۵۰ کیلو ګرامه سره زر غلا کړي

د پارلمان غړي د 'سنډویچ' غلا له کبله استعفا ورکړه

د دغې ښځې په هکله د معلوماتو ورکولو بدل کې د ۴۰۰۰ ډالره جایزه هم اعلان شوې ده. د کومال سیمې پولیسو مرکز په یوه اعلامیه کې ویل شوي:

''راځئ دا ښځه محاکمې ته راکاږو او پرې نه ږدو د کوم بل کس د خوښۍ ورځ بې خونده کړي. ''

یوې جوړې سي بي ایس خبري شبکې ته ویلي، د واده مراسیمو له پای ته رسېدو وروسته ورته معلومه شوه چې غلا ترې شوې ده.

ناوې بریټني فلوریس وايي، لومړی ځل چې راته معلومه شوه، ډېره بده راباندې ولګېده، خوا مو شنه شوه.

دغه نوې ناوې وايي، دا او مېړه یې اندې فکر کوي چې دغې ښځې سلګونه ډالره نغد او د زرګونو ډالرو چیکونه او ډالۍ غلا کړي دي. دغه جوړه هیله من دي چې پولیس به ژر تر ژره دغه ښځي ونیسي.