د امریکایي کانګرس پر مسلمانو غړو اسرائیل ته د سفر بندیز

  • 15 اګست 2019 - 24 زمری 1398
الهان عمر او رشیده طلیب د انځور حقوق Getty Images
Image caption الهان عمر او رشیده طلیب غوښتل اسرائیلو ته سفر وکړي

د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له غوښتنې وروسته د اسرئیل حکومت د امریکا کانګرس پر دوو مسلمانو ښځینه غړو دغه هېواد ته د سفر بندیز لګولی دی. ولسمشر ټرمپ پر ټویټر لیکلي دا به لویه کمزوري وښيي که اسرائیل د کانګریس غړو الهان عمر او رشیده طلیب ته دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړي چې پر اسراییل یې سختې نیوکې کړي.

د اسرائیل حکومت تازه پرېکړه په واشنګټن کې د دغه هېواد د سفیر یوه میاشت مخکنیو څرګندونو سره متضاده ده چې ویلي یې وو، دغو ښځو ته به اسرائیل ته د سفر اجازه ورکړل شي. د اسرائیل قانون له مخې داسې کسانو ته د داخلې اجازه نه ورکول کېږي چې دغه هېواد سره پرېکون کوي.

دغه پرېکړه د اسرائیل کورنیو چارو وزیر اريي دیري کړې او د پنجشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تزیپي هوتویلې په یوه راډیويي مرکه کې تائید کړه. تېره میاشت واشنګټن کې د اسرائیل سفیر رون دیرمیر ویلي وو:

"د امریکا کانګرس ته د درناوي په پار او د دواړو هېوادونو تر منځ د کلک اتحاد ته په پام سره به دواړو دیموکراتو کانګرس غړو ته اسرائیل ته د سفر اجازه ورکړل شي ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ ویلي، د کانګرس دې غړو ته د سفر اجازه ورکول به د اسرئیلو د حکومت لویه کمزوري وښیي

بل لور ته ولسمشر ټرمپ چې له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره تاوده اړیکي لري، د کانګرس له دغو غړو سره په تکراري ډول په ناندریو کېوتی دی.

د نوموړي پر هغو خبرو سختې نیوکې وشوې او توکمپالنه وبلل شوې چې دغو ښځو ته یې ویلي وو، باید بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستنې شي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکایي کانګرس دغو دو ښځینه غړو په هکله پر ټویټر پاڼه ولیکل:

"دوی له اسرائیل او ټولو یهودانو سخته کرکه لري او ویلو ته یا کولو ته داسې هیڅ څه نه شته، چې د دوی فکر به بدل کړي ".

د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، کانګرس مسلمانو ښځینه غړو سفر به د یکشنبې پر ورځ پیلېده او د بیت المقدس ښار په تر ټولو حساس ځای، یعنی حرم الشریف کې د څه وخت لپاره تم کېدل هم پکې شامل وو.

ورته مطالب