شمالي کوریا سویلي کوریا سره د سولې خبرې رد کړې

شمالي کوریا د انځور حقوق Reuters
Image caption شمالي کوریا له سویلي کوریا سره د سولې په اړه هر ډول خبرې رد کړي دي

شمالي کوریا له سویلي کوریا سره د سولې په اړه هر ډول خبرې رد کړي دي. داسې ویل کېږي چې دا د جنوبي کوریا د مشر د غوسې له امله دي.

د شمالي کوریا د اتحاد کمېټې یوه اعلامیه خپره کړې چې ښکاري د سویلي کوریا ولسمشر "مون جه اېن" په ځواب کې وي. شمالي کوریا په دې اعلامیه کې ویلي چې نورڅه د ویلو لپاره نه لري.

سویلي کوریا خبر ورکړی چې د جمعې د ورځې په ګهیځ، شمالي کوریا دوه توغندي ازمایلي او هغه یې خپلو ختیځو اوبو ته توغولي دي. دا په څه کم یوه میاشت کې د شمالي کوریا شپږم توغندیز ازمایښت دی.

شپږ ورځې وړاندې شمالي کوریا د جاپان سمندرته دوه لنډ واټن بالستیک توغندي وتوغول.

د شمالي کوریا د توغندیو دا نوی ازمائښت وروسته له هغې پای ته رسېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د جون میاشت کې د جاپان له صدراعظم سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د کوریا ټاپو وزمه به له اټومي وسلو ازاده کړي.

شمالي کوریا د نړیوال اټمي بندیزونو له امله تر فشار لاندې دی.

هغه څه چې ښکاري د شمالي کوریا یې ځورولي، د سویلي کوریا ولسمشر په خپلې وینا کې ویلي چې دواړه کوریایان به په ۲۰۴۵ کې سره متحد شي. دا وینا له جاپان څخه د کوریا د خپلواکۍ کلیزې په مناسبت خپره شوې وه.

له دوېيمې نړیوالې جګړې وروسته دا کوریاګان په دوو هېوادونو وویشل شول چې شمالي کوریا کمونیزم غوره کړ او سویلي کوریا بیا د لویدیځ پلوی شو.

ښاغلي مون ویلي و چې له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو په تړاو خبرې له ستونزو سره مخامخې شوې دي.

شمالي کوریا د خپل سویلي ګاونډي سره ستونزه لري چې له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بله اړخه په ګډو پوځي مانورونو کې برخه اخلي.

د شمالي کوریا په خپله اعلامیه کې په تُنده لهجه کې دا پوښتنه کړې چې ایا د جنوبي کوریا د ولسمشر" دماغ سم کار کوي؟" د هغه څه لپاره چې دوی فکر کوي سوله بې مانا ده، په داسې حال کې چې سویلي کوریا په ۹۰ ورځو کې د شمالي کوریا اردو له منځه وړو لپاره په پوځي مانورو کې بوخت دی.

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اېن له خوا وروستۍ لیک د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه کې په پوځي مانورونو تورنوي.

د شمالي کوریا په بیانیه کې راغلي چې دا هېواد سویلي کوریا سره د خبرو لپاره هېڅ نه لري.