کاناډایۍ پېغله پر موټر سایکل پاکستان ته ورسېده

Image caption ګابریال د خپل د سفر یو شمېر شېبې ویډیويي او انځوریز کړي، څو د نړۍ خلکو ته خپل د ژوند بېلابېلې برخې په خپل یوټیوب چینل وښیې.

"ژوند یو سفر دی، دا په دې مانا نه ده چې ژوند یو ارام سفر دی؛ هېڅ کله نه- په هر صورت، ستاسو د ژوند د ښکلي کولو او د خاطرو د خوندي کولو لپاره سفر یو اړین شرط دی."

دا د کاناډايي مېشتې ګرځندویې پېغلې روسي ګابریل د خولې ټکي دي چې تېره میاشت پاکستان ته په موټر سایکل په سفر خوځېدلې ده.

نوموړې د دې سفر یو شمېر شېبې ویډیويي او انځوریز کړي، څو د نړۍ خلکو ته خپل د ژوند بېلابېلې برخې په خپل یوټیوب چینل وښیې.

هغه 'غواړي نړۍ وګوري او نړۍ ته د بېلابېلو خلکو او کلتورونو په اړه ووایي.'

پر موټر سایکل سیل او چکر

په ۱۶ کلنۍ کې ګابریل د بېلابېلو داوطلبو ډلو سره له هېواده بهر سفر وکړ او بیا سیاحت هغه ته یو ورور وکړ چې د ۱۹ کلنۍ په عمر یې په سویل ختیځې اسیا کې یوازې سفر کړی و؛ خو هغه دا سفر په بس کې کړی و چې زیات ورته په زړه پورې نه و.

هغه وویل: "ما داسې احساس کاوه چې زه د سفر په ټولو خوندونو کې ورکه شوی یم."

هغه زیاته کړه: "بیا ما موټر سایکل په کرایه کړ او دا لومړی ځل و چې زه د بایسکل په واسطه سفر ته لېواله یم چې ما تایلینډ، لاوس، ویتنام او کمبودیا کې ۱۲ زره کیلومتره سفر وکړ. ما غوښتل چې بشپړ ژوند وکړم، دې روحیې زه اړ ایستم چې سفر کولو ته چمتو شم."

د انځور حقوق BBCROSIE GABRIELLE
Image caption ګابریل پاکستان ته له راتګه دمخه، ددې هېواد په اړه کوم ښه خبر نه و اورېدلی

"پاکستان ته مه ځه، هغه له خطره ډک هېواد دی"

پاکستان ته له راتګه دمخه، ګابریل د پاکستان په اړه کوم ښه خبر نه و اورېدلی.

ګابریل څرګنده کړه چې ملګري یې ورته ویل: 'پاکستان ډېر خطرناک ځای دی، هلته مه ځه. ما دا خبر په متحده عربي اماراتو او افریقا کې هم واورېد.'

خو په شخصي توګه هغه باوري وه چې پاکستان ناامنه نه و، ځکه نوموړې د رسنیو په منفي تبلیغاتو باور نه لاره.

هغه ویلي و چې: "زما موخه دا وه چې پاکستان یوازې د موټر سایکل له لارې وګورم او خپلې تجربې خلکو سره شریکې کړم."

بیا نوموړې پاکستان ته ولاړه او هلته له پنځو میاشتو راهیسې په سفر بوخته ده.

نوموړې وویل: "تر دې دمه مې د پاکستان له لاهور څخه تر ګوادره پورې پرته له امنیتي کسانو او د کامرې له کارکوونکو سفر کړی دی او خلک مې په کې مینه ناک او دوستانه وموندل."

د انځور حقوق ROSIE GABRIELLE
Image caption ګابریل وايي چې پاکستان کې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې نوموړې له هېڅ کومې بدې پېښې سره نه ده مخ شوې

د موټر سایکل د خرابېدو کیسه مې

ګابریل وايي چې پاکستان کې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې نوموړې له هېڅ کومې بدې پېښې سره نه ده مخ شوې او پاکستانیان یې نرم زړي او مېلمه پاله زړه ته کېوتل.

نوموړي زیاته کړه چې سند ایالت ته د سفر په لړ کې یې موټر سایکل خراب شوی و- حال دا چې نوموړې له ډېره وخته راهیسې په موټر سایکل په سفر بوخته ده، خو په ورته وخت کې هغه د خپل تخنیکي کار په اړه ډېره نه پوهېده.

نوموړي خپله کیسه داسې تیروي: "د جمعې ورځ وه، د مستري دوکان تړلی و او تیاره هم خوره وه- په دې وخت کې زه یوه ځايي اوسېدونکي وپوښتلم چې شپه چېرته تېروئ؟ ما وویل چې زه به دلته د یوې ځایي کورنۍ سره شپه پاتې شم."

هغه سړي بیا ګابریل خپل کور ته ور وسته چېرې چې هغه ویل د "ډېرې یوې مینه ناکې کورنۍ" سره یې ولیدل.

نوموړې زیاته کړه چې "مستري یې موټر سایکل وړیا ور ورغاوه او ویلي یې و چې ته زموږ مېلمنه یې."

د انځور حقوق ROSIE GABRIELLE
Image caption ګابریل زیاته کړه چې "مستري یې موټر سایکل وړیا ور ورغاوه او ویلي یې و چې ته زموږ مېلمنه یې."

'خلک تا ته د خورا ډېرو خوړو ست کوي'

ګابریل وویل چې د پاکستان هر ډول خواړه یې خوښ دي او ورسره یې له دې ټکي هم سر ټکاوه چې خلکو به د خورا زیاتو خوړو ست ورته کاوه.

ګابریل په خپله یوه ویډیو کې ښکاري چې له سیمه ییزو سندر غاړو سره قوالي بلي، خو نوموړې د قوالي د الفاظو په منځپانګې نه پوهېده، خو بیا یې هم ځینې خوند اخېست.

له ګابریل څخه ډېري خلکو پوښتل چې څنګه یوه مېرمن په یوازې ځان ټول پاکستان کې سفر کوي ایا دا خطرناک نه دی؟

هغه په ځواب کې وویل زه چې چېرته تلم، شاوخوا به مې سړي راتاو وو، نوموړو چې کله زه په موټر سایکل لیدلم، زیات خوښېدل. هغه ویل: "زه هېڅ کله د چا له سپکاوي نه ویریږم."

اوس مهال ګابریل د خپل د سفر دوېیمه برخه پیلوي چې په دې سره غواړي نوموړې د پاکستان شمالي سیمو ته ولاړه شي.