امنیت شورا: هند، پاکستان باید کشمیر کې له یو اړخیز اقدامه ډډه وکړي

د انځور حقوق Getty Images

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنترول لاندې کشمیر پر وضعیت د غور لپاره مشورتي غونډه کړې. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي:

''کشمیر کې وضعیت تاوتریخجن او خطرناک دی او د امنیت شورا غړي په عمومي ډول داسې فکر کوي چې هند او پاکستان دواړه باید په یو اړخیز ډول کشمیر کې له کوم اقدام کولو ډډه وکړي. ''

ملګرو ملتونو کې د هند استازي ایس اکبرالدین وویل، له خپل اساسي قانونه د ۳۷۰ مادې لرې کولو موضوع د هند کورنۍ مسئله ده او وه.

نوموړی وايي، هند د کشمیر په تړاو ټولو هوکړو ته ژمن دی. د نوموړي په خبره دا باید د هند او پاکستان تر منځ په خپله منځي توګه حل شي.

بل لور ته ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي د امنیت شورا غونډې رابللو هرکلی کړی دی. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د مېرمن لودي له قوله ویل شوي، دغې غونډه د هند هغه ادعا ردوي چې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده.

دا په څو تېرو لسیزو کې لومړی ځل دی چې امنیت شورا په یوه غونډې په اجنډا کې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر موضوع لومړي سر کې وه.

د پاکستان دولتي راډیو رپوټ کې ویل شوي، له ۱۹۹۸ راهیسې لومړی ځل امنیت شورا کې پر کشمیر موضوع خبرې شوې دي.

هند د روانې میاشت لومړیو کې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې هغه ځانګړی وضعیت چې له دې مخکې په کې پلی و، لغوه کړ او له خپل اساسي قانونه یې ۳۷۰ ماده لرې کړه. دغه راز هند هلته زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل، او بېړنی حالت یې اعلان کړ.

بل لور ته پاکستان په دې تړاو خورا سخت غبرګون څرګند کړ، لومړي وزیر عمران خان د اګست پر شپږمه د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې وویل، پاکستان به د کشمیر پر روان وضعیت چوپ نه پاتې کېږي او په نړیوال دریځ به دا موضوع راپورته کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption هند د روانې میاشت لومړیو کې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې هغه ځانګړی وضعیت چې له دې مخکې په کې پلی و، لغوه کړ او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل

ښاغلي خان وویل، که هند پر کشمیر ولس فشار اچوي نو په ځواب کې به یې هماغه ډول بریدونه کېږي چې څو میاشتې مخکې په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو شوی و.

د پاکستان پارلمان کې د اپوزیسیون ګوندونو مشر شهباز شریف وویل، پاکستان د افغان سولې په خبرو کې له امریکا سره مرسته وکړه او جوړجاړي ته یې لاره هواره کړه، خو په ځواب یې اوس له پاکستان سره دا ډول چلند کېږي.

د ده په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاکستان سره چل کړی دی او خپل کار یې ایستلی، خو اوس د کشمیر په اړه د پاکستان خبره نه اوري.