کینیا کې لیلام، یوه الوتکه زر ډالره

الوتکه
Image caption تر ټولو ارزانه الوتکه د زر ډالرو وه.

د کینیا د هوايي ډګر چارواکو هغه اووه الوتکې وپلورلې چې د ۱۲ الوتکو په منځ کې د دوی د مالکینو له خوا پرېښودل شوې وې.

دې چارواکو ویل چې دا الوتکې تر ډېره زړې وې او په هوايي ډګر کې یې د ځای د نیولو لګښت ډېر وو، نو ځکه پلورته وړاندې شوې.

تر ټولو ارزانه الوتکه د زر ډالرو وه په داسې حال کې چې تر ټولو د قیمتي الوتکې بیه یې څه باندې لس زره ډالره وه.

دې چارواکو ویل چې امکان نه لري کومه الوتکه به بیا الوتنې ته چمتو شي.

Image caption یو تن پیرودونکي هم بي بي سي ته وویل چې د یوه الوتکې پیرلو لپاره ځکه راغلی څو پکې زده کوونکي وروزي.

په کینیا کې د بي بي سي خبریال له یوه پیرودونکي سره غږېدلی او نوموړي د ډي اېچ اوو په نوم تر ټولو ستره الوتکه پیرلې او غواړي ورڅخه د استوګنې کور جوړ کړي.

جوسېپ اوکامو د کینیا د سیمه ییزهوايي ډګر مدیر بي بي سي ته وویل د هوايي ډګر دا زړې الوتکې لیلاموي چې ځای یې هم نیولی او پر مالکینو یې لګښت هم راځي.

یو تن پیرودونکي هم بي بي سي ته وویل چې د یوه الوتکې پیرلو لپاره ځکه راغلی څو پکې زده کوونکي وروزي. دوی وايي دا الوتکې ورته د ایروکوم کمپنې د ماډل له پلوه دوی ته په زړه پورې دي.