جنسي تېری او لغړ فلمونه؛ د راولپنډۍ پولیسو ښځه او خاوند په اخلاقي جرم نیولي

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
پاکستان د انځور حقوق Reuters

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو د هغې ښځې او خاوند د نیولو ادعا کړې چې د چارواکو په وینا لسګونه نجونې یې تښتولې، جنسي تېری یې ورباندې کړی او د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې د هغوی بربنډې ویډیوګانې جوړې کړې دي.

پولیسو د دې پېښې د یوې اغېزمنې نجلۍ په شکایت د تورنو کسانو پر ضد قضیه ثبت کړې.

د پولیسو ویاند سید باقر همداني بي بي سي ته ویلي چې دوی د اګست په درېیمه له یوې زده کوونکې سره د دې پېښې په اړه پلټنې کولې، او د پلټونو په ترڅ کې د نورو ورته پېښو په اړه هم جزئیات را برسېره شول.

د پولیسو چارواکو بي بي سي ته وویل چې دا قضیې په ګلستان کالونۍ کې شوې دي چې یوه ویجاړه سیمه ده، او د دې ښځې او خاوند په اړه چا شکایت هم نه و کړی، او نه هم د دوی کاروبار په اړه کوم شک پیدا شوی و.

پاکستان کې پر ښځینه پولیس کمانډو جنسي تېری

پاکستان: له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي مخنیوي کمپاین پیل شوی

پاکستان کې ښځې ولې د جنسي ځورېدنې حال نه وایي؟

د پولیسو په رپوټ کې راغلي چې د زیانمنو نجونو له ډلې یوه یې د راولپنډۍ له بوخت سړک لیاقت اباد نه تښتول شوې وه.

د دې نجلۍ پلار ویلي، د ماښام په شپږو بجو لور یې له یوې نجلۍ سره وکتل چې حجاب یې اغوستی و او ځان یې د زده کوونکې په توګه ور پېژندلی و.

د نجلۍ پلار وایي، وروسته همدې حجاب داره نجلۍ د ده لور په زوره یوه موټر ته خېژولې او تښتولې یې ده.

اغېزمنه نجلۍ وایي:

"زه یې په زور د موټر شاته سیټ ته ور وخېژولم. با حجابه نجلۍ او یو بل نارینه په موټر کې کېناستل. دروازې یې بند کړې او توره پرده یې کش کړه. نجلۍ خنجر را وایست او نارینه زما په وهلو پیل وکړ."

د اغېزمنې نجلۍ په وینا، تورن کسانو دا په بېلابېلو لارو د راولپنډي ګلستان ښارګوټي ته بوتله. دې نجلۍ پولیسو ته په خپل شکایت کې ویلي:

د انځور حقوق RAWALPINDI POLICE
Image caption پولیس وایي چې له پېښې وروسته تورنو کسانو دا نجلۍ تر خپل کوره رسولې ده.

"هلک پر ما جنسي تېری وکړ او نجلۍ ویډیو او انځورونه اخېستل. ګواښ یې راته کاوه چې که حال ووایم نو ټوله کورنۍ به را ووژني."

پولیس وایي چې له پېښې وروسته تورنو کسانو دا نجلۍ تر خپل کوره رسولې ده.

دې نجلۍ پولیسو ته ویلي:

"زما لپاره دا ډېره اسانه لاره ده چې ځان ووژنم، خو دا یې د حل لاره نه ده. زه نه غواړم چې ما سره څه شوي هغه دې بل چا سره هم شي."

پولیس ادعا کوي چې د دې جوړې له کوره ترلاسه شوي شواهد، یعنی ویډیوګانې او تصوریرونه ښیې چې دوی نجونې تښتولې او جنسي زور زیاتی یې ورسره کاوه.

د پولیسو په وینا د تورنو کسانو له موبایلونو د لسو نجونو ویډیوګانې ترلاسه شوې دي او له زرو څخه د زیات عکسونه دوی ته په لاس ورغلي.

د پولیسو په وینا د کابو ۴۵ اغېزمنو نجونو عمر له لسو څخه تر ۳۰ پورې ښودل شوی.

چارواکي وایي نجونې د تورنو کسانو د بیان او معلوماتو له لارې پیژندل شوې دي او د ځینو نجونو له کورنیو سره اړیکه نیول شوې.

پولیس وایي، کله چې د تورنې ښځې او خاوند د نیولو لپاره یې په ګلستان کالونۍ کې د دوی پر کور چاپه ووهله نو دې کسانو مقاومت ونکړ، خو هڅه یې وکړه چې لپټاپ کمپیوټر او خپل مومایلونه مات کړي او ثبوتونه له منځه یوسي.

ورته مطالب