''د منظور پښتین له ورتلو وړاندې شمالي وزیرستان ته پر سفر بندیز''

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
منظور پښتین د انځور حقوق SOCIAL MEDIA

پاکستاني چارواکو شمالي وزیرستان ته له ځايي اوسېدونکو پرته د نورو کسانو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د مرستیال کمشنر عبدالناصر خان له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، شمالي وزیرستان ته د نورو سیمو اوسېدونکو ورتلو له کبله د امنیت ګډوډېدو وېره وه، ځکه د قانون ۱۴۴ ماده عملي شوې او دغه بندیز لګول شوی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته وویل، د غورځنګ مشر منظور پښتین څو ورځې وړاندې په واڼه کې په یوه جرګه کې اعلان کړی و چې شمالي وزیرستان ته به سفر کوي او ښایي هلته د غورځنګ ملګري لاریون هم وکړي.

ثنا اعجاز وایي، د غورځنګ له دې اعلانه سملاسي وروسته چارواکو شمالي وزیرستان کې د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړه او هلته یې پر سفر بندیز ولګاوه.

د چارواکو په اعلامیه کې ویل شوي، د نورو سیمو پر اوسېدونکو حکومتي مامورینو او هغو مزدورانو دغه بندیز نه دی لګول شوی چې شمالي وزیرستان کې له ټیکدارو سره کار کوي.

شمالي وزیرستان؛ د خړ کمر اوسېدونکي له ګرځبندیزه سر ټکوي

"محسن دوړ او علي وزیر د ترهګرو په زندان کې ساتل کېږي"

منظور پښتین: شمالي وزیرستان کې پوځ د غورځنګ پر پلویانو برید کړی

شمالي وزیرستان کې د پښتنو احتجاجي غونډه

چارواکي وايي، د شناختي کارډ یا پېژند پاڼو له کتلو وروسته به یوازې هغو کسانو ته شمالي وزیرستان ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي چې د ادرس په توګه یې په کارډ کې شمالي وزیرستان لیکل شوی وي.

دوې میاشتې مخکې د صوبايي اسمبلۍ یا ایالتي پارلماني ټاکنو پر مهال هم شمالي وزیرستان کې دغه قانوني ماده پلې شوې وه، خو یوه میاشت وروسته دغه بندیز بېرته لېرې کړل شوی و.

له دې مخکې د سږ کال جنورۍ کې پاکستاني چارواکو ټولو پاکستاني اتباعو ته د شمالي وزیرستان سفر اجازه ورکړه.

ځايي اوسېدونکي وايي، د اوسني بندیز لامل نه دی ویل شوی، خو رپوټونو کې ویل شوي، ښايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو غوښتل شمالي وزیرستان ته سفر وکړي.

شمالي وزیرستان کې د روان کال مې میاشت کې حالات هله خراب شول چې خړ کمر سیمه کې یوې پوستې ته څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مظاهرې پر مهال ډزو کې ۱۳ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د انځور حقوق Getty Images

له هغې پېښې وروسته د غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن دوړ چې د پاکستان قامي اسمبلۍ یا فدرالي پارلمان غړي هم دي، ونیول شول.

له خړ کمر پېښې لس ورځې وروسته په همدې سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یوه برید کې درې پوځي افسران وژل شوي وو او څلور نور ټپیان وو.

پاکستاني پوځیانو ۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات وکړل چې پایله کې یې نژدې یو میلیون کسان له خپل کور کلي نورو سیمو ته کډوال شول. ډېری دغه کډوال تېرکال بېرته خپلو مېنو ته ستانه شول خو ځینې یې اوس هم د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي.