په فلسطین کې همجنس پالان ګواښل شوي

فلسطین د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر فېسبوک خپرې شوې يوې وينا پاڼې کې پوليسو د القوس يا "ژېړې زرغونې" په نامه د همجنس خوښو دغې ډلې فعاليتونه د فلسطيني ټولنې پر ارزښتونو يو ګزار بللى

په فلسطین کې د همجنس پالو د حقونو فعالانو ته وروسته له هغې د انټرنېټ له لارې ګواښنې شوي چې فلسطیني پولیسو په لوېدیځه غاړه کې د هغوی پر فعالیتونو بندیز ولګاوه او د نیولو لپاره یې د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې د فلسطین ادارې د بشري حقونو ګڼ نړیوال تړونونه لاسلیک کړي دي.

پر فېسبوک خپرې شوې يوې وينا پاڼې کې پوليسو د القوس يا "ژېړې زرغونې" په نامه د همجنس خوښو دغې ډلې فعاليتونه د فلسطيني ټولنې پر ارزښتونو يو ګزار بللى او ويلي دي چې دا کړنې د هغو اديانو ضد دي چې پر وحدانيت يا يوه خداى باور لري.

په لوېديځه غاړه کې د همجنسو ترمنځ اړيکې د قانون خلاف نه دي، خو همجنس خوښونه په کې تر ډېره د عربي نړۍ د لر و بر په څېر يوه تابو يا رټلي عمل په توگه پرځاى پاتې.

لوېديځه غاړه کې له يوې تازه دستورې وروسته دغې ډلې سره ښکېل وګړو ته ګواښ شوى چې بغاوت ته د پارونې په تور به ونيول شي.

پر فېسبوک خپاره شوي پيغام ته چې اوس لېرې کړل شوى ځينو فلسطينيانو توند غبرگونونه ښوولي.

يوۀ فېسبوک کارن ليکلي "ټول ونيسي او ويې سوځوئ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځيني نور په دې باور دي چې دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له تړونو د فلسطين د کورواکې ادارې سرغړونه کېداى شي چې له اسرائيلو سره د شخړې لپاره د ځان د ځواکمنولو په موخه يې لاسليک کړي دي.

د القوس ډلې يوۀ غړي محمد ابو رميله پر پوليسو نيوکه کړې چې د دوى پر وړاندې يې د ډار او ځورونې فضا رامنځته کړې.

ابورميله وايي "دا موږ ته هېښونکې ده چې پوليسو دغه راز وينا خپره کړې چې خلک پاروي د هغو کسانو په تړاو رپوټ ورکړي چې د دغه بنسټ په اړه په څه پوهېږي. دا د هر هغه کس په اړه د رپوټ ورکولو په مانا دي چې ښايي همجنس خوښونکى وي، د دوى په فکر دا ډېر خطر ناک دي. "

ځيني نور په دې باور دي چې دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له تړونو د فلسطين د کورواکې ادارې سرغړونه کېداى شي چې له اسرائيلو سره د شخړې لپاره د ځان د ځواکمنولو په موخه يې لاسليک کړي دي.

د فلسطين د پوليسو ادارې د بي بي سي تماس ته له ځواب ويلو ډډه وکړه.

د فلسطيني پوليسو د روزنې ماموريت چې اروپايي ټولنه يې له مالي پلوه سمبالوي وايي، دوى د فلسطين پوليسو ته د همجنس خوښو د حقونو په ګډون د مسايلو په تړاو سلا مشورو ته دوام ورکړى او هڅه کوي د دغې وينا پاڼه په اړه سپيناوى ترلاسه کړي.

ورته مطالب