اته کلن ماشوم د پلار موټر ۱۴۰ کیلومتره ځغلولی

موټر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماشوم پولیسو ته ویلي، غوښتل یې چې لږ موټر وچلوي

د جرمني پولیس وایي، په دې هېواد کې یو اته کلن ماشوم د خپل پلار او مور موټر غلا کړی او بیا یې په لویه شاهراه ۱۴۰ کیلومتره ځغلولی دی.

مور یې د چارشنبې سهار یوه بجه په داسې حالت کې ماشوم ته ور ورسېدله چې موټر یې ډورټمنډ ښار ته تللې لویې لارې پر غاړه درولی و.

ویل کېږي چې ماشوم د موټر د ولاړ مړټر بېړني حالت یا خطر څراغونه لګولي وو او د موټر شاته یې د خطر نښه هم جوړه کړې وه چې هسې نه کوم بل موټر یې د شا له خوا ووهي.

دې ماشوم پولیس ته ویلي، غوښتل یې چې لږ موټر وچلوي.

د ماشوم مور، چې په لویدیځ سوېسټ ښار کې اوسي، د شپې ناوخته پولیس ته زنګ وهلی و او ورته یې ویلي وو چې زوی د د دوی ولکس واګڼ موټر تښتولی.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption پولیسو ماشوم د لویې لارې پر غاړه داسې حالت کې وموند چې موټر یې درولی و او د خطر څراغونه یې لګولي وو

دې ماشوم پخوا هم د خپلې کورنۍ په ځمکو کې په خوندي توګه موټر چلولی و، خو دا یې لومړی ځل و چې پر عمومي سړک یې موټر وچلاوه.

ماشوم پولیس ته ویلي، موټر یې بلاخره ځکه ودراوه چې د تېز سرعت له کبله یې زړه خرابېده.

د پولیسو له ور رسېدو سره سم ماشوم په ژړا شو او له سترګو یې اوښکې روانې شوې.

پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي او نه هم د چا ملکیت ته زیان اوښتی.

ورته مطالب