چپرکټ له کومه راغی؟ په اړه یې ۱۳ مهم ټکي

چپرکټ

چپرکټ له کومه راغلی؟ د شخصیت کوم اړخونه په دې ورځني وسایلو څرګندېږي؟ د بي بي سي خبریالې کتي برانډ د خوب له متخصص او ارواپوه رسیل فوسټر، تاریخ لیکونکي ګرېګ جینر او د معاصر تاریخ ماهر پروفیسر ساشا هینډلي سره پر جنسي اړیکو(سکس) او ټولنیز حالت د چپرکټ پر اغېز غږېږي.

۱- توشک ۷۷ زره کاله اوږد لرغونی تاریخ لري

د توشک لومړۍ نښه شاوخوا ۷۷ زره کاله دمخه (پارینه سنګي) دورې پورې اړه لري. د سویلي افریقا خلکو به پر لاس اوبدل شوېو توشکونو خوب کاوه.

دا سوري لرونکي توشکونه ډېر ارامه نه وو. که څه هم یې د ځمکې څخه لږ واټن درلود، څو حشرې او خزندې ترې لېرې وساتي، ځکه چې دوی خپل خواړه هم همالته خوړل، توشک به بیا غوړ شو او بیا به یې اور ورته کاوه.

۲- لومړۍ بستره (چپرکټ) د کاڼې هواره شاه وه

د بشري تاریخ لومړنی ښار په ترکیه کې د چټیل هویوک په نوم دی چې د شاوخوا دوه زره کاله دمخې خبره ده، هلته انسانانو لوړې چوترې رغولې وې او پر هغې ویدېدل.

د سکاټلنډ اورکني ټاپوګانو کې د سرکارابرا لرغونې سیمې چې شاوخوا شپږ زره کلن تاریخ لري، د دې سیمې اوسیدونکو د کاڼو او تېږو له هوارو مخونو ځانونو ته د خوب لپاره ځای جوړ کړې و. دا پلټ فارمونه لومړی انساني بستره کېدلای شي.

۳. مصري بسترې کرایه شوي اډې درلودې چې تتې وې

شتمنو مصریانو چپرکټونه درلودل چې پښې یې د ژوو په څېرو په څلورو څنډو کې کښل شوي وو. د عصري او نوي بسترو پر خلاف دا ډېر هوار نه وو، یا په منځ کې وتلي و او یا په پای کې ډډ وو. له همدې امله، د دوی ډېری یې ښکته پښه درلوده څو له کټه ونه لویږي.

۴. په ختیځ کې لوړ چپرکټ د لوړ مقام معنا نه لري

په لویدیځ کې له ځمکې په لوړه سطحه کې ځای نیول په ټولنیز فکر د لوړ مقام معنا لرله، خو د نړۍ په نورو څنډو کې بیا داسې نه وو .

په جاپان کې د ځمکې په سطحه برابر دودیز توشکونه هوراېدل، قزاقستان کې لا هم د ځمکې پر سر ویده کېدل دود دي، دوی پر کوچونو د ناستې روږدي دي، څو وکولی شي روجايي او خپل کټ له ځانه سره هر چېرې ولیږدوي.

۵. رومیانو او یونانیانو پر چپرکټ خپل خواړه خوړل

د روميانو او یونانیانو بستره څو اړخېزه وه: دوی په دې کې خوب او خواړه دواړه کول.

دوی به په ډډه کېدل او غځېدل به او هر څه یې چې خوښېدل له میزه ور پورته کول.

نو که له تاسې څخه پر بسترې به د خوړو څه توکي لوېدل، د ګناه احساس مه در ولئ، تاسو په رومن امارت کې پښه ایښودئ ده.

۶. د منځنیو پېړیو په چپرکټونو کې ان د فوټبال لوبډله هم ځاییده

په منځني پیړۍ کې د اروپا ډېری بې وزلي په وښو او سوارو ویدېدل، خو شتمنو یې بیا یو څه جوړ کړي و چې هغه ته به یې "لوی چپرکټ" ویلې.

دا چپرکټونو ډېر ستر وو او مشهور یې بیا د الیزابت د زمانې و او

ان بیا دومره ستر و چې د فوټبال لوبډله په کې ځاییدله.

دا چپرکټونه داسې رغېدلي وو چې بل ځای ته هم لېږدول کېدل ، نو پر همدې اساس شتمن خلک توانېدل که غوښتل یې له یوه ځایه بل ځای ته لاړ شي له ځانه سره یې لېږدول.

۷-"ښه ویده شئ"

"ښه ویده شئ" په انګلیسي کې بیا دا اصطلاح دا معنا لرله چې چپرکټونه څومره کلک دي او څنګه جوړ شوي دي.

لومړني عصري چپرکټونه، پښې او د لرګیو چوکاټونه درلودل، خو په منځ کې یې بیا د رسیو اوبدل شوی جال و چې وروسته بیا دا رسۍ سره پراخېدې او ټینګېدې، نو له همدې امله په انګلیسي کې دا اصطلاح "sleep tight"منځ ته راغله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا په زړه پورې چپرکټونه د یو چا د ټولنیز حالت د ښودلو یوه وسیله وه، ښايي لږ تر لږه باید یو څوک د داسې چپرکټ په درلودو سره خورا قیمتي پوښاک وکاروي.

۸- څلور تيره 'ستنې' او پرده لرونکي چپرکټونه د لویې ډلې د نندارې لپاره وو

په څوارلسمه او پنځلسمه پیړۍ کې بیا پرده دارو چپرکټونو په زړونو کې ځای وموند. دوی د سیورۍ لپاره چت ته ورته یو څه درلودل چې د 'ارچ' په نوم یې یادوه او ټیاټر ته ورته صحنه یې جوړوله.

دا په زړه پورې چپرکټونه د یو چا د ټولنیز حالت د ښودلو یوه وسیله وه، ښايي لږ تر لږه باید یو څوک د داسې چپرکټ په درلودو سره خورا قیمتي پوښاک وکاروي.

۹- چپرکټ د سیاسي ژوند مرکز و

په لومړیو عصري پیرونو کې اروپا د چپرکټونو له مخې شاهانه شهرت درلود.

دوو پاچایانو چې په دربار کې د چپرکټونو په دودولو کې یې مهم رول درلود چې یو د فرانسې پاچا و او بل د انګلستان دوېیم چارلز ښودل شوی و.

دوی لپاره چپرکټ د سیاسي ژوند مرکز بلل کېده. د بارکو عصر سیاسي کلتور په دې باور و چې د هر هېواد ځواک د پاچا او ملکې په فزیکي وجود کې نغښتی دی.

چپرکټونه داسې یو ځای و چې شاوخوا یې ډېر مراسم نیول کېدل څو پاچا پوه شي، خپل کوم درباري یې ښه ایسي. په ماڼۍ کې به درباریان راغوښتل کېدل څو له خوبه د پاچا را ویښېدل وګوري.

۱۰- پخوا د نوي زیږدلي ماشومانو په چپرکټونو کې چړې راځوړندېدې، څو د شیطان له شره په امان وي

عیسویان په دې باور وو چې دوی د خوب پر مهال د ځواکونو له خوا تر برید لاندې راتلل، په ځانګړي توګه شیطاني ځواکونو یا وسوسو په توره تیاره کې خپل د ځواک څوکو ته رسېده.

په انجیل کتاب کې د ډېریو خلکو بېلګې یادې شوي چې په شپه کې د خوب پر مهال وژل شوي دي. په همدې دلیل خوب ته د تګ لپاره ډېری لارې شته.

د انځور حقوق Getty Images

د خوب پرمهال د دعا ویلو سربېره هغه چې خورا عام دي، خلکو له مرجان غمیو څخه پر جوړو شویو امېلونو 'غاړکیو' باور درلود چې ګواکې ژوند ژغورل یې باوري کوي او چپرکټونو ته به یې له ځانه سره وړل.

ځینو یې بیا د لیوه غاښونه پر خپله غاړه راځوړندول او (د څرګند خطر سره- سره) یې د ماشوم پر چپرکټ فلزي چاقو هم راځړېده او فکر یې کاوه چې فلزات یا اوسپنه د سپرو طبیعي بریدونو مخه نیسي.

۱۱- پر شپږ پوړه توشک د خوب روږدي وو

د عصري اروپا په لومړیو ورځو کې کورنیو پر چپرکټونو خپل وخت او پیسې ولګولې نو پرهمدې اساس دا په کس پورې اړه لرله څو له یوه څخه تر شپږو توشکونو د یو بل پر سر ځای پر ځای کړي او په عمومي ډول د یوه چپرکټ لګښت د یوه تن شاوخوا درېیمه برخه شتمني رانغاړله.

شکسپیر په خپل وصیت پاڼه کې خپلې مېرمنې خپل چپرکټ ور ډالۍ کړی و.

۱۲. ویکټوریایانو د ناروغۍ سره د مبارزې لپاره فلزي چپرکټونه دود کړل

تر ۱۹مې پېړۍ کابو ټول چپرکټونه له لرګیو رغېدل په شاوخوا ۱۸۶۰ میلادي کال کې خلک د میکروبونو څخه خبر شوي وو او لرګینې کاسې (چې ښايي د حشراتو او سپږو کور اوسي) اوسپنیزې شوې.

فلزي چپرکټونه تر ټولو اسانه او ښایسته کېدل او پایله یې بیا روغه سټه تضمینوي.

د توشکونو په جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته شول او سپیرنګي توشکونه منځته راغلل.

۱۳. ویکټوریایانو د ماشوم د خوب خونه ایجاد کړه

د تاریخ په لړکې، د کورنۍ ټول غړي په یوه چپرکټ سره بېدېدل او بیا ویکتوریایانو دا فکر پر خلکو وښانده، څو هر یو باید جلا جلا ویده شي.

روغتیا پوهان د ویکتوریا د دوران په اړه لیکي چې زامن باید له مور او پلار څخه جلا ویده شي، څو لویان د شپې پر مهال له خپلو ماشومانو انرژي او ځواک لېرې نه کړي.

ورته مطالب