پخواني مېړه امینه د ۱۰ کلنې لور مخکې په چړې ووژله

ترکیه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکي ښځو د حقونو د دغه بنسټ د رپوټ پر اساس، په ترکیه کې یوازې تېره جولای میاشت کې ۳۲ ښځې وژل شوې دي.

په داسې حال کې چې ترکیه کې د روان ۲۰۱۹ کال له پیله تر اوسه ۲۴۵ ښځې وژل شوې دي، د ۳۸ امینه بولت وژنه، چې خپل پخواني مېړه یې د ۱۰ کلنې لور په مخ کې په چړې ووژله، ددې لړۍ تر ټولو وروستۍ پېښه ده.

پر خواله رسنیو خپره شوې وېډیو کې ددغې وژنې یوه وېډیو خپره شوې چې د یوه ۱۰ کلنې لور په مخ کې د قرخ کلا ښار کې دا پېښه رامنځ ته شوې، چې ترکیه کې یې عمومي غوسه پارولې ده.

په دې وېډیو کې یوه ښځه چیغې وهي، زندۍ شوې ده او څنګ ته یې یو ۱۰ کلن زوی لیدل کېږي او خپلې مور ته زارۍ کوي چې ژوندۍ پاتې شي.

په ترکیه کې د "ښځې وژنه له منځه یوسئ" بنسټ ویلي یوازې په تېرو اوو میاشتو کې ۲۴۵ ښځې ترکیه کې وژل شوې دي.

امینه بولت د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۸مه خپله لور د قرخ کلا ښار یوه هوټل ته بوتله چې خپل پلار وویني، خو پخواني مېړه یې فدايي وارن پر هغې د چړې برید وکړ او بیا تری تم شو.

فدايي وارن چې په محکمه کې ترهېدلی ښکارېده وویل: "کله چې هغې (امینه) ما ته سپکاوی وکړ او د زموږ د بچیانو ساتلو د حق خبره یې وکړه، ما هم په چړې هغه ووهله."

وارن وروسته له صحنې ورک شو او په ټکسي کې وتښتېد. امینه بولت وروسته روغتون ته ولېږدول شوه خو هلته یې سا ورکړه.

د پېښې په دې خپره شوې وېدیو کې امینه چیغې وهي چې "نه غواړم مړه شم" او ۱۰ کلنه لور یې هم لیدل کېږي چې چیغې وهي "مورې مه مړه کېږه".

د استانبول ښاروال ددغه قتل په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي: "امینه بولت د سړیو د تاوتریخوالي قرباني شوه. موږ له تاوتریخوالي سره مبارزه کې د ښځو او ماشومانو ترڅنګ ولاړ یو".

د ترکیې بشیکتاش فوټبال لوبډلې هم په یوه خبرپانه کې ویلي دا ځل خپل دریځ اعلان کړی: "موږ په دې بې رحمۍ چوپه خله نه شو پاتېدلی. موږ غواړو د ښځو وژنه له منځه یوسو او د دا ډول زړه بوږنوونکو پېښو عاملین مجاکمه او تر ټولو سخته سزا ورکړل ه شي. "

د انځور حقوق Getty Images

د "موږ د ښځو وژنه له منځه وړو" نا دولتي بنسټ استازې کلثوم کو بي بي سي ته وویل: "په حقیقت کې د امینې وروستۍ چیغه چې یوازې ژوندۍ پاتې شي د هغه څه یوه کوچنۍ بېلګه ده چې موږ یې د ښځو په توګه غواړو. په ترکیه کې زموږ ښځو غوښتنه دا ده چې موږ مه وژنئ".

د ترکي ښځو د حقونو د دغه بنسټ د رپوټ پر اساس، په ترکیه کې یوازې تېره جولای میاشت کې ۳۲ ښځې وژل شوې دي.

د انقرې د حاجت‌تپه پوهنتون د څېړنې پربنسټ، ۳۶ سلنه مېړوښې یا هغه چې عم عمر کې واده شوې دي، لږترلږه له جسمي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.