د الجزایر سمندري شوکمار، وروسته د 'سمندرونو پاچا' شو

د خیرالدین بربروس رسم شوی انځور د انځور حقوق britannica
Image caption د خیرالدین بربروس رسم شوی انځور

د ۱۵۴۳ کال اګسټ ۲۲مه، د خیرالدین بربروس په مشرۍ د عثماني خلافت بېړیو د رومي امپراتورۍ پرضد جګړه کې د فرانسې نیس ښار سمندرغاړې کلابندې کړې، چې په دې وخت کې د بربروس نوم په سپین سمندر او شمالي افریقا کې ډېر د خلکو په خولو ویل کېده.

خیرالدین بربروس څوک و؟

د اوسني یونان یوه برخه (ایجه اوبو لیسبوس ټاپو کې) ټیک د پنځلسمې پېړۍ اویایمو کلونو کې کله چې دا ټاپو د عثمانیانو په لاس کې و، د عثماني امپراتورۍ یو لوی اتل وزیږېد چې وروسته د "الجزایر شوکمار" لقب ورکړل شو او بیا د سمندرونو پاچا وبلل شو.

د برتانیا دائرة المعارف له مخې، خیرالدین باشا بربروس چې په ایټالوي ژبه د "سور ږیری" مانا لري، هلته د ده ورور عروج هم وزیږېده.

د اسپانوي نفوذ مقاومت

وروڼه بربروس او عروج په سپین سمندر کې شوکماري کوله، په ۱۴۹۲ کال یې اسپانیا یې تر لاس لاندې وه او د قرطبې (ګردبه) په نیولو سره وروستي کوچني دولت هم سقوط وکړ او مسلمان اوسېدونکي یې شمالي افریقا ته ولېږدول شول.

په ۱۵۰۵ کال اسپانویانو او پرتګالیانو په شمالي افریقا کې خپل نفوذ ته دوام ورکړ او پر ساحلي سیمو او ښارونو یې بریدونه پیل کړل.

هغه وخت خیرالدین او عروج دواړو د عثماني پاچا دویم بایزید د زوی کورکود په لارښوونه شوکماري کوله، چې د مدیترانې سمندر لوېدیځ کې د اسپانوي او پرتګالي سمندري کاروباریانو خوځښت یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی و.

په ۱۵۱۲ میلادي کال د دویم بایزید له مړینې سره د هغه د زامنو سلیم او احمد ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه چې د احمد په ماتېدو سره د هغه ملاتړی شمالي افریقا ته وخوځېدل.

په دې وخت کې پاچا سلیم خپل ورور کورکود اعدام کړ؛ ځکه چې زښت ډېر پرې بې باوره شوی و، دواړو وروڼو بربروس شمالي افریقا ته وتښتاوه چې له ښکاره دښمن واکمن یې لیرې وساتي او دواړه د اسپانوي نفوذ په مقاومت کې له دې سیمې سره یوځای شول.

په راتلونکو درېیو کلونو کې د بربروس وروڼو نومونه په سمندر کې د اسپانوي او پرتګالي دښمنانو په سمندري بریدونو کې ډېر وځلېدل.

Image caption بربروس وروڼه په سمندري شوکو کې ډېر مشهور شوي وو

د سمندري شوکمارو دولت

په ۱۵۱۶ کال دواړو وروڼو پر الجزایر ښار برید وکړ او له هماغه ځای یې نفوذ ډېر شو.

عثمانیانو په شمالي افریقا کې د دوی پر پرمختګ اعتراف وکړ او دواړو روڼو ته یې د مالي او سیاسي ملاتړ وړاندیز وکړ .

عثماني دولت عروج ته د الجزایر د واکمنېدو او خیرالدین ته د سمندر په لوېدیځ کې د سمندر د واکمن کېدو وړاندیز وکړ، خو دواړه په عثماني دولت کې پوره نه وو جذب شوي.

په ۱۵۱۸ کال، عروج د اسپانویانو ضد جګړه کې ووژل شو او اسپانویانو الجزایر ښار ونیو، خو خیرالدین بربروس د اسپانویانو جګړې ته ورمخې ته شو او د عثمانیانو مرسته یې وغوښته.

بربروس په جګړه کې بریالی شو او الجزایر ښار یې بېرته ونیو او ورو ورو یې د شوکمارو دولت جوړولو ته لاره پرانیسته او د وخت په تېرېدو یې له عثماني دولته پوځي او سیاسي خپلواکي واخیسته.

عثمانیانو وروسته الجزایر د سمندر په لوېدیځ کې د خپل پرمختګ او جګړو د اډې په توګه وکاراوه، چې په دې وخت کې بربروس رسماً له عثماني دولت سره تړاو وموند.

Image caption سمندري شوکمار د مریانو په سوداګرۍ مشهور شوي وو

په ۱۵۲۲ کال، عثماني پاچا سلیمان قانوني رودس ټاپو ونیو او بربروس یې هلته واکمن کړ.

په ۱۵۳۱ کال تونس ته د بربروس له ورتګ وروسته، سلیمان قانوني بربروس ته د امیرالبحر (قبطان باشا) لقب ورکړ او د عثمانیانو د سمندي جګړو لوی درستیز وټاکل شو.

د بربروس تر ټولو لویې سمندري جګړې په ۱۵۳۸ کال کې د یونان بریفیزا، اسپانیا، پرتګال، مالټا او د پاپ دولت پرضد وې.

د هغه د بریا راز پر هغو بېړیو تکیه کول وو، چې د باد چلېدو ډېره مرسته ورسره کوله، همدا وو چې د ده په شمرۍ ۱۲۲ بېړیو د دوښمن ۳۰۰ بېړۍ ماتې کړې.

په دې سره بربروس پر طرابلس او مدیترانې سمندر پر ختیځ عثمانیانو ته د بریا لار پرانیستله.

وروسته بربروس په ډېرو نورو پوځي بریدونو کې هم برخه واخیسته، لکه په ۱۵۴۳ کال د روم امپراتورۍ پرضد فرانسویانو ته د مرستې لاس ورکول چې د نیس ښار سمندرغاړه پکې کلابنده شوې وه.

د برتانیا د دائرة المعارف له مخې، خیرالدین بربروس په ۱۵۴۶ کال قسطنطنیه (اوسني استانبول) کې وکړ.

ورته مطالب