د امازون ځنګله اور
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امازون ځنګله اور

د نړۍ مشران د فرانسې استراحتځي بيارېټز ته په رسېدو دي، دوی به د نړۍ اوو مخکښو او سترو سنعتي هېوادونو سرمشريزه کې سره غونډېږي. خپله الوتکه اېرفورس ون، کې له رسېدو مخکې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګوتڅنډنه کړې چې که فرانسه د امريکا ټکنولوژۍ شرکتونو پر وړاندې ماليه ولګوله، دی به هم د فرانسې پر شرابو به ماليه لګوي. دا کوربه فرانسې ولسمشر اطمانوېل مکرون لپاره يو بل سرخوږی دی. دی غواړي له دې غونډې په ګټه څو اړخيز حالت بېرته ستون کړي، او د ايران او اقليمي بدلون په اړه شريک غولی راوګوري. د سرمشريز اجنډا کې د اقليمي بدلون خبره هم ده. د برازيل ولسمشر جېر بولسېنارو نړيوالو فشارونو ته غاړه ايښي، او وسله والو ځواکونو ته يې واک ورکړی، چې امازون ځکله کې په ريکارډ کچه اورلګېدونو پېښې کابو کړي.