'ستور مزلي' د هندي سړک کندې کپرې 'کشف' کړې

  • 4 سپتمبر 2019 - 13 وږی 1398
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
'ستور مزلی' د هندي سړکونو کندې کپرې په نښه کوي.

د هند بنګلور چارواکو له هغه وروسته د یوه کنډکپر ښاري سړک کې بیا رغاونه پیل کړه چې یوه هنرمند پر سپوږمۍ د کوزېدو منظرې ویډیويي کلیپ پرې ثبت کړ.

هند کې پر خواله رسنیو د بادل ننجندا سوامي هغه ویډیويي کلییپ خورا ډېر لاس پر لاس شوی چې نوموړی پکې پر دغه سړک داسې ګرځي ته وا ستورمزلی پر سپوږمۍ کوز شوی دی.

د هندي سړکونو په کندو کپرو کې هر کال زرګونه کسان د ټکر او غورځېدو له کبله ټپیانېږي.

هند: د پوستې له لارې طلاق لېږونکی سړی نیول شوی

هندي سړي ګران بیه ډالۍ شوی موټر سیند ته وغورځاوه

ننجندا سوامي په سیمه کې د هنر له لارې د ښاري مسایلو راپورته کولو او په ځانګړې توګه د لارو کوڅو مات ګوډ سړکونو حالت په ګوته کولو له کبله مشهور دی. نوموړي د بي بي سي هندي څانګې عمران قریشي ته وویل:

''د چارواکو له ما سره رابطه نه شته او نه هم ما ورسره اړیکه نیولې، خو دوی تل هغه کډي ډکوي چې زه یې په نښه کوم. ''

نوموړی وايي، ''نژدې پنځوسو سړکونو حال مې په دې توګه تر خلکو رسولی دی او ډېری یې بېرته رغول شوي دي. ''

دې سره نوموړي د چارواکو له لوري د ده په نښه شویو کندو کپرو له بیا رغونې وروسته له چارواکو د مننې په پار ټویټر پیغامونه هم خپاره کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ننجندا سوامي هنر په ملي او نړیواله کچه د خلکو پام ځانته اړوي. نوموړي ۲۰۱۵ کال کې د سړک یوه نژدې درې نیم متره پراخه کنده کې لویه خو جعلي تمساح ځای پر ځای کړه، چې د خلکو پام ورواوښت او چارواکو یې هم سملاسي د بیا رغونې لپاره اقدامات وکړ.

پر هغه 'پروژه ' نوموړي ۶۰۰۰ هندۍ روپۍ لګښت کړی و، چې د ۸۳ امریکايي ډالرو برابرې دي.

د نوموړي یوه ملګري عکاس اناتها سبرامنیم بنګلور مرر ورځپاڼې ته وویل:

''د سړکونو کندو ډکول د هغه لپاره مشغولا نه ده، دا ټولنې ته یو څه بېرته سپارل دي. ''

اړونده مطالب