د چپ لاسو خلکو ډي اېن اې کشف شوه

  • 7 سپتمبر 2019 - 16 وږی 1398
چپ لاسي خلک د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې برېښي چې دا لارښوونې د دماغو پر جوړښت او فعالیت پورې نغښتې وي

څېړونکو په ډي اېن اې کې په لومړي ځل داسې ژنتیکي کړنلار کشف کړه چې په چپ لاس پورې اړه لري.

داسې برېښي چې دا لارښوونې د دماغو پر جوړښت او فعالیت پورې نغښتې وي. هغه څه چې په ژبې پورې اړه لري.

د اکسفورډ پوهنتون د څېړنډلې په پایله کې دا ویل شوي چې دا ډول خلک ښايي ښه ژبني مهارتونه ولري. که څه هم دوی د دې موندنو د ثابتولو په اړه معلومات نه لري.

د پراخې څېړنې پر اساس، څلور لوی بدلونونه وپېژندل شول چې د دماغو ودې ته یې بدلون ورکړی او پر چپ لاسو یې اغېز کړی دی.

د اکسفورډ پوهنتون څیړنیزې ډلې ویلي چې احتمالاً چپ لاسي خلک ښه ژبني مهارتونه لري.

دا څېړنه ښيې چې پر 'شیزوفرینیا Schizophrenia ' (یو ډول رواني ناروغي) د اخته کېدو خطر په چپ لاسو کسانو کې لږ لوړ او په پارکینسون د اخته کېدو خطر یې لږ څه کم دی.

له دې سره لا هم د دماغو او لاسونو ترمنځ د اړیکې په اړه لا ډېر پټ رازونه شته.

دا څېړنې موږ ته څه وايي؟

په هرو لسو کسانو یو تن چپ لاسی دی.

تر اوسه په غبرګونو څېړنې ترسره شوي دي او ښودلي یې دي چې ژنتیک (له مور او پلاره رسېدلې ډي اېن اې) په دې اړه خپل رول لري.

دې څېړنیزې ډلې "بایوبنک بریتانیا " UK Biobank ته مراجعه وکړه چېرته چې په شاوخوا ۴۰۰ زرو څېړنې شوې وې او په ځنځیره یې شکل یې د دوی ډي اېن اې ثبت کړې وه چې په دې شمېرو کې ۳۸ تنه یې چپ لاسي وو.

دغه څېړونکي د دغې ډي اېن اې د موندلو د ځای په اړه څېړه کوي چې په چپ لاسو کسانو یې اغېز ډېر دی.

دا څېړنه په څلورو ټکو متمرکزه وه.

د دې څېړنې پایلې د "مغز‎ ژورنال" کې خپاره شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما په چپ لاس لاسلیک کوي

د دې څېړنیزې ډلې یو تن پروفیسر ګویناله دوایود بي بي سي ته وویل: "دا څېړنه په لومړي ځل موږ ته وايي چې چپ لاسيتوب یا ښی لاسيتوب د ژنتیکي حس یو جز دی".

ددې څېړنې د لیکونکي او د لاس جراح پروفیسر ډومنیک فرنیس په وینا:" په ډېریو فرهنګونو کې چپ لاسي خلکي بد چانسه ګڼل کیږي. خو دا څېړنه ښيې چې چپ لاسي توب د دماغو بیولوژیکي پایله ده او تر ډېره ژنتیکي اړخ لري چې موږ کشف کړي دي چې چانس او مرغ ته اړتیا نه لري."

تر ډېره ګمان دا دی چې چپ لاسي توب ۲۵ سلنه پر ژنتیکي او ۷۵ سلنه پر چاپېریال پورې تړلی دی.

د دې سربیره دې څېړنې د ژنتیکي اړخ یو په سلو برخه کشف کړې او هغه هم په بریتانیايي ټولنه کې.

نو د دې څیړنې پر اساس په ټوله نړۍ کې د چپ لاسو خلکو ژنتیکي جزئیاتو ته اړتیا شته.

ورته مطالب