له توغول شوې هندي سپوږمکۍ سره اړیکه غوڅه شوې

Chandrayaan-2 taking off د انځور حقوق Isro
Image caption چندریان -۲ په تېره جولای میاشت کې توغول شوې وه چې د اګسټ پر شلمه سپوږمۍ ته ورسېده او په پام کې وه چې د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې په مهار شوې توګه هلته کښېني.

فضا ته د هند لومړنۍ توغول شوې مصنوعي سپوږمۍ ظاهراً بې پایلې پاتې شوې. چارواکي وايي، چندریان-۲ په بریالیتوب سپوږمۍ ته نژدې شوې وه،‌ خو کله یې چې سطحې ته ۲۰۱ کیلومتره نژدې شوه، له ستونزو سره مخامخه شوه.

د هند د فضايي څېړنو سازمان (ایسرو) ویلي، له دې مصنوعي سپوږمۍ سره تر کوزېدا څو ثانیې وروسته اړیکه پرې شوې ده.‌

ددې سپوږمکۍ په بریالیتوب به هند څلورم هېواد شي چې په سپوږمۍ کې یې مصنوعي سپوږمکۍ کوزېږي.

هند لومړی ځل په ۲۰۰۸ کال د چندریان -۱ په نامه مصنوعي سپوږمکۍ وتوغوله چې هدف یې په سپوږمۍ کې د اوبو په اړه څېړنه وه‌.

چندریان -۲ په تېره جولای میاشت کې توغول شوې وه چې د اګسټ پر شلمه سپوږمۍ ته ورسېده او په پام کې وه چې د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې په مهار شوې توګه هلته کښېني.

د هند بنګلور کې د دغه هېواد د فضايي مرکز د کنټرول ماموریت خونه کې مامورانو د خپلو کمپیوټرونو پر ښیښو د سپوږمکۍ خړ انځورونه ولیدل.

ددغه مرکز مشر کایلاساوادیوو سیوان وویل، د کښېناستو لومړي پړاوونه عادي وو چې د دغه ماموریت ډېټا به وشاربله شي.

ښاغلي سیوان وروستۍ ۱۵ دقیقې وحشتناکې وبللې.‌

ددې خبر تر اعلانېدا وروسته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه لنډه وینا کې د کنټرول خونې انجنیرانو ته وویل:‌ "دا کمه لاسته راوړنه نه وه. زړه مو لوی ساتئ".

د ماموریت هدف څه و؟‌

چندریان ۲ تر ټولو پېچلی ماموریت و چې تر اوسه د هند فضايي ادارې ترسره کړی.

ښاغلي سیوان په تېره جولای میاشت کې د دې سپوږمکۍ تر توغولو وروسته وویل: "دا د یوه تاریخي سفر د پیل ځای دی."

ددغه ماموریت هدف پر سپوږمۍ د معدني موادو او اوبو په اړه څېړنه وه او دا چې هلته د لړزې اندازه واخلي.

د ۲۰۱۷ زېږدیز کال مۍ میاشتې پر پنځمه، ماښام ۴:۴۷ بجې د هند فضایي څېړنیزې ادارې (ISRO) د GSAT-9 په نامه یوه سپوږمکۍ (سټلایټ) چې وروسته یې د جنوبي اسیا سپوږمکۍ نوم ور کړ، فضا ته وتوغوله.

دا سپوږمکۍ د هند په سریهاریکوتا سیمه کې له ساټیش هاوان فضایي مرکز څخه د دغه هېواد د (GSLV) په نامه د یوه فضایي راکټي سیستم پر مټ ولېږل شوه.

ورته مطالب