د کراچۍ هوايي ډګر کې پر پان او نسوارو بندیز ولګېد

د ملکي هوايي چلند خبرداری ورکړی چې دا د بندیز پریکړه د هوايي ډګرپه ټولې عملې پلې کیدونکې ده د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملکي هوايي چلند خبرداری ورکړی چې دا د بندیز پریکړه د هوايي ډګرپه ټولې عملې پلې کیدونکې ده

د پاکستان په ستر ښار د کراچۍ هوايي ډګر"جناح نړیوالي هوايي ډګر" کې اوس د سګرټو سربېره پر پان، نصوارو او د ګوټکې پر کارولو هم بندیز ولګېد.

د ملکي هوايي چلند خبرداری ورکړی چې دا د بندیز پریکړه د هوايي ډګرپه ټولې عملې پلې کیدونکې ده او که چېرته څوک پر پان، نسورا او د ګوټکې پر کارولو ونیول شول نو پر وړاندې به یې جدي چلند وشي.

د چارواکو په وینا، دا بندیز ځکه ولګېد چې د هوايي ډګر د پاکۍ خیال وساتل شي.

د کراچۍ د هوايي ډګر د وېبپاڼې د راپور له مخې له دې هوايي ډګره په کال کې ۱۲ میلیونه مسافر تګ راتګ راکوي.

پخوا تردې د ملکي هوايي چلند ادارې په ټول هېواد کې د حج له پروازونو مخکې د مسافرو له خوا د نسوارو په لېږدولو بندیز لګولی و.

په خبرداري کې ویل شوي و چې عربي هېوادونو نسوار په نشه يي توکو کې شامل کړي دي نو د دې لپاره که له هر مسافر څخه نسوار ترلاسه شول پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.

د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ټولو هوايي ډګرونو کې دا د خبرداري پاڼې لګېدلي په کوم کې چې د مسافرو لپاره د نسوارو د لېږد خبرداری ورکړل شوی دی.

په هوايي سفرونو کې څه له ځان سره وړلی شو؟

که چېرته کوم مسافر له خپل د دوه کلن څخه کم عمره ماشوم سره سفر کوي نو اوبه، شېدې او جوس ځان سره لېږدولی شي.

درمل

د ډاکټرد نسخې سره سره د دارو برسېره د ټوخي شربت، د ټپ پټۍ او پیچکاري وړلی شي خو د پاکي او بیاتي د وړلو اجازت نشته.

د خوړلو څښلو توکي

مسافر غیرجامد خواړه په لاس کې وړلای شي خو په دې شرط چې وزن يي له سلو ملي لېټرو زیات نه وي، خو که د د دې توکو وزن له له سلو ګرامو زیات وي باید له نورو شیانو سره یو ځای ولیږدول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ټولو هوايي ډګرونو کې دا د خبرداري پاڼې لګېدلي

هغه مسافر چې پاکستان کې دننه سفر کوي نو سمبوسې، مڼې، سباناري کې کاریدونکی حلوا په لاسي سامان کې اخېستلی شي، خو که مسافر له هېواده بهر سفر کوي نو پرهغه به د هغه هېواد قانون عملي کېږي.

توره ؛ چاقو

د چاقو، تورې یا نورو تېره توکو د وړلو اجازت نشته خو د یادونې وړ ده چې سیکان خپل کرپان او تورې له ځانه سره ږدي.

دا په یاد ولرئ چې سیکان خپل کرپان او توره ځان سره لري.

اهلي ژوي

اهلي ژووي او حیوانات له ځان سره وړلی شي، خو پنجره یې باید له ایکسرې ماشین څخه تېره شي خو ژوی دې په خپل غېږ کې کینوي او پنجره باید له معاینې ووځي.

ورته مطالب