ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر سره د هغې خونې کیلې چې میلیونونه ډالر پکې وو

البشير د انځور حقوق AFP
Image caption عمر البشیر پرې لګول شوي تورونه رد کړي دي

د سودان د لیرې شوي ولشمر عمر البشیر دفتر محکمې ته په ګواهۍ کې ویلي، له پخواني ولسمشر سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې داسې خونې کیلۍ وې، چې میلیونونه ډالر پکې ځای پرځای شوي وو.

یاسر بشیر ویلي، لیرې شوي ولسمشر وروستیو میاشتو کې پخپل حکم ده ته څه باندې ۱۰ میلیون یورو ورکړل چې بېلابېلو اړخونو ته یې ورسوي.

د سودان پوځ عمر البشیر په تېره اپرېل میاشت کې له څه باندې ۳۰ کلنې واکمنۍ او څو میاشتو لاریونونو وروسته له واکه لیرې کړ.

اوس په خرطوم کې د بشیر محاکمه روانه ده. پر نوموړي له بهرنیو اړخونو سره د تړاو لرلو او فساد تورونه دي.

د عمر البشیر د دفتر پخواني مشر، -چې له ۲۰۱۸ سپتمبر راهیسې یې د دفتر مشر شو - ویلي، ولسمشر ۵ میلیون یورو ورکړې چې د چټک ملاتړ ځواکونو د ملېشو مرستیال قومندان عبدالرحیم حمدان دغلو ته یې ورسوي.

دی وايي، عبدالرحیم دا مبلغ د خپل ورور او د چټک ملاتړ ځواکونو د مشر محمد حمدان دغلو او د پوځي انتقالي شورا د مرستیال - چې له بشیر وروسته یې د هېواد واګې په لاس کې واخیستې - په حضور کې ترلاسه کړ.

سرچینه وايي، دفاع وزارت، پوځیان او ولسي خلک هم د البشیر له دغو میلیونونو ډالرو برخمن شوي، خو یاسر بشیر وايي نه پوهېږي چې ددغو پیسو سرچینه به څه وه.

سرچینه وايي، دفاع وزارت، پوځیان او ولسي خلک هم د البشیر له دغو میلیونونو ډالرو برخمن شوي، خو بشیر وايي نه پوهېږي چې ددغو پیسو سرچینه به څه وه.

البشیر د محکمې انګړ کې په اوسپنیز قفص کې و، اوږد کمیس یې اغوستی او سپینه پګړۍ لري. د محکمې د ناستې پرمهال چوپه خوله و خو تېره اونۍ یې پرې لګول شوي تورونه رد کړي وو.

البشیر له لیرې کېدا وروسته په لومړنیو خبرو کې وویل، د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او نورو اړخونو یې ۲۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سودان پوځ ته درې میاشتې ضرب الاجل

ده ویلي وو: "دا پیسې مې بېلابېلو برخو کې پر خیریه کارونو ولګولې، چې روغتیايي خدمتونه، د پوهنتون او د اسلامي تلوېزیون او د سونتوکو لګښت هم پکې راځي."

قضايي سرچینو ویلي، څېړونکو د بشیر په کور کې میلیونونه ډالر او د سودان میلیونونه سکې موندلې دي. د نوموړي محاکمه به د سپتمبر تر ۱۴ دوام وکړي، چې تر ۱۰ کلونو بند سزا ورکول کېدای شي.

په لاهه کې د نړیوالو جرمونو اړوندې محکمې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د جنګي جرمونو، بشرضد جرمونو او په دارفور کې د ډله ییزې وژنې د تور له کبله د البشیر د نیولو امر کړی و.

ورته مطالب