په باهاما کې توپان د 'اټم بم په څېر' زیان اړولی

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د پراختیا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) سرپرست په باهاما ایالت کې د توپان له امله اوښتی زیان د اټم بم له تاوان سره پرتله کړی.

مارک ګرین ویلي، د الوتکې په مټ یې په ګرند باهاما او اباکو جزایر کې د توپان له امله رامنځ ته شوې ویجاړۍ کتلي دي.

ډورین په نوم توپان له اباکو ټاپوګانو د پنځو درجو په کچه پیل شو او بیا د ۳۰۰ کیلومتره په چټکتیا بهاما ته ورسېد. تر اوسه له دې امله د ۴۳ کسانو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی او تمه کیږي چې دا شمېره لوړه شي.

ډورین توپان باهاما څنګه تبا کړه؟

د بهاما لومړي وزیر هوبرت مینیس د وژل شویو شمېر "ناورین او ویجاوړنکی" بللی دی.

هغه ویلي، توپان زموږ د یو نسل خواري په اوبو لاهو کړه.

د امریکا د پراختیا نړیوالې ادارې سرپرست رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ویجاړیو څرنګوالي هغه ته ټکان ورکړی.

"د اباکو او بهاما ځینې برخې ښکاري چې ډېر زیان یې ندی لیدلی، خو ځینې برخې شته، داسې ویجاړې شوي لکه پر دې سیمو چې اټم بم غورځول شوی وي."

د انځور حقوق Reuters

نوموړی وايي، د بهاما دولت سره ګډه مرسته کوي چې بېځایه شویو ته سرپناه، روغتیايي خدمتونه، خواړه او څښاک برابر کړي.

د اباکو ټاپي زرګونه اوسېدونکي هڅه کوي چې ځانونه د بهاما پلازمېنې ناسوا ته ورسوي. یو شمېر الوتکې، تفریحي او دولتي کښتۍ ددوی د لېږدولو لپاره د ناسوا او د امریکا فلوریډا ایالت څنډو ته چمتوالی نیولی.

تر اوسه شاوخوا ۳۵۰۰ کسان د بهاما پلازمېنې ته لېږدول شوي. همداراز تېره ورځ یوې لویې مسافر وړونکې کښتۍ شاوخوا ۱۴۰۰ کسان د فلوریډا یوه ټاپو ته لېږدولي دي.