سختې ګرمۍ سږ کال فرانسه کې ۱۴۳۵ کسان وژلي

فرانسه د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وژل شویو کسانو کې د نیمایي هغو عمرونه تر ۷۵ کلونو پورته وو

د فرانسې د عامې روغتیا وزیره وایي، سږ کال په جون او جولای میاشتو کې د رېکارډ کچې ګرمۍ له کبله ۱۴۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. اګنیس بوزېن له یوې ځایي راډیو سره مرکه کې ویلي، د دې کسانو تر نیمایي ډېرو عمرونه تر ۷۵ کلونو پورته وو.

اغلې بوزېن ویلي، د احتیاطي تدابیرو له کبله د مړینې دا کچه اوس هم د ۲۰۰۳ کال پرتله کمه ده.

فرانسې سږ کال جون میاشت کې په تاریخ کې خپله تر ټولو ګرمه ورځ ولیده، چې د تودوخې درجه ۴۶ سانتي ګرېډ ته رسېدلې وه. په جولای میاشت کې د پلازمېنې پاریس د تودوخې درجه هم یو مهال رېکارډ ۴۲ سانتي ګرېډ ته رسېدلې وه.

د عامې روغتیا وزیره وایي، په وژل شویو کسانو کې لسو یې په کاري یا دفتري ساعتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې بېلابېلو برخو کې د ګرمۍ له کبله بېړنی حالت اعلان شوی و

سږ کال اوړي کې د فرانسې په ګڼو سیمو کې د سختې ګرمۍ له کبله بېړنی حالت اعلان شوی و. په دغه موده کې له ګرمۍ د خوندیتابه لپاره ګڼ دفترونه او ښوونځي هم تړل شوي وو.

سږ کال د سختې ګرمۍ له کبله له فرانسې ور هاخوا په اسپانیه کې هم ځنګلونو اور اخیستی و او لوی تاوان یې واړولو. په برتانیا، بلجیم، جرمني، هالنډ او لوکسمبرګ کې هم سږ کال اوړي کې د رېکارډ کچې ګرمي ولیدل شوه.

تر دې دمه کوم بل هېواد د دې ګرمۍ له کبله د مړینو په اړه ارقام نه دي خپاره کړي.

ورته مطالب