ایرانۍ فوټبال مینه واله له ځان سوځونې وروسته ومړه

ایران د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران کې عموماً ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې لوبغالو کې د نارینه و لوبې وګوري

په ایران کې دفوټبال مینه واله، چې تېره اوونۍ یې ځان سوځولی و، مړه شوې ده. دا نجلۍ، چې د سحر په مستعار نوم مشهوره وه، تېره مراچ میاشت کې وروسته له هغې ونیول شوه چې د نارینه و په کالیو کې یې د فوټبال میدان ته د ننوتلو هڅه کړې وه. سحر تېره اوونۍ په تهران کې وروسته له هغه ځان ته اور ورته کړ چې محکمه یې وځنډول شوه.

ایراني چارواکي عموماً ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د لوبو میدان ته ننوځي.

سحر د تهران لوبډلې "استقلال" مینه واله وه. د استقلال لوبډله د لوبو پر مهال شنه کمیسونه اغوندې. له همدې کبله د نړۍ لر او بر کې د فوټبال مینه والو سحر ته د "شنې نجلۍ" نوم ورکړی و.

مارچ میاشت کې تر نیول کېدو وروسته سحر درې ورځې په زندان کې وه او بیا په ضمانت خوشې شوه. خو نوموړې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې منتظره وه چې محکمه کې یې قضیه واورېدل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نورو هېوادونو کې د ایران د فوټپال مینه والې د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ کوي

کله چې یې بلاخره محاکمه پیل شوه، اعلان وشو چې قاضي د یوې کورنۍ ستونزې له کبله نشي راتلی او د قضیې اورېدنه وځنډول شوه.

ناتائید شوي رپوټونه وایي، نوموړې داسې ګنګوسې اورېدلې وې چې که چېرته تورنه ثابته شوه نو شپږ میاشتې او یا ان دوه کاله به زنداني شي.

ویل کېږي چې سحر د همدې خبرې له اورېدو وروسته د محکمې مخې ته ځان ته اور ورته کړ او اوس یې په روغتون کې ساه ورکړې.

په ایران کې ښځې له ۱۹۸۱ کال راهیسې نه پرېښودل کېږي چې د نارینه و لوبو لپاره میدانونو ته ولاړې شي. که څه هم دا کار د ایران د قانون برخه نه ده، خو د بشر د حقونو فعالان وایي چې په سختۍ سره عملي کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیفا له ایرانه غوښتي چې ښځو ته اجازه ورکړي چې د فوټبال لوبغالو ته لاړې شي

د فوټبال نړویال فدراسیون یا فیفا ایران ته ګوت څنډونه کړې وه چې د تېرې اګست میاشتې تر ۳۱مې نېټې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د فوټبال لوبو لیدو ته لوبغالو ته ولاړې شي. خو ایران تر اوسه د فیفا دې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د سحر ځان وژنې په ایران کې جدي بحثونه را پارولي دي. د دې هېواد د نارینه و فوټبال ملي لوبډلې کپتاتن مسعود شجاعي ویلي، لوبغالو ته د ښځو نه پرېښودو دود د وروستي پاتې ذهنیت نښه ده او د ایران راتلونکي نسلونه به پرې نه پوهېږي.

ورته مطالب