طالبانو سره خبرې؛ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کړ

  • 10 سپتمبر 2019 - 19 وږی 1398
بولټن د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي چې جان بولټن طالبانو سره د خبرو مخالف و

د امریکا ولسمشر ډونلډ خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولتڼ له دندې ګوښه کړی. ویل کېږي چې د نوموړي د ګوښه کولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې له طالبانو سره د خبرو پر سر د ولسمشر ټرمپ په اداره کې اختلافات رامنځته شول. د ډېرو په باور جان بولټن له طالبانو سره د خبرو مخالف و.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې ماسپښین پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل:

"تېره شپه مې جان بولټن ته حال ورکړ چې نور په سپنه ماڼۍ کې د ده خدماتو ته اړتیا نشته. زه د ده له ډېرو مشورو سره راضي نه وم، خو په اداره کې نور خلک هم ورسره سلا نه وو. ځکه مې ورنه د استعفا غوښتنه وکړه چې نن سهار را ورسېده. زه یې د خدمتونو له کبله مننه کوم، او راتلونکې اوونۍ به خپل د ملي امنیت نوی سلاکار اعلان کړم ".

د سپینۍ ماڼۍ د رسنیو سکرترې سټېفني ګریشم هم سه شنبه خبریالانو ته وویل، ولسمشر ټرمپ د جان بولټن له ډېرو پالیسو سره جوړ نه و. دوی د نظر اختلاف درلود.

خو پخپله جان بولټن د ولسمشر ټرمپ د دې خبرو پخ ځواب کې پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره شپه یې پخپله استعفا وړاندې کړې وه. نوموړي لیکلي:

"ما تېره شپه د خپلې استعفا وړاندیز وکړ. ولسمشر راته وویل، سبا به پرې خبرې وکړو ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ تېره شنبه اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې نور نه کوي

دا درېیم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ په خپله واکمنۍ کې خپل د ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کوي. له دې وړاندې مایکل فلېن او جنرال اېچ ار مېکماسټر هم له دندو ګوښه شوي وو.

امریکایي ولسمشر د شنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي ټویټ کې اعلان وکړ چې د کابل د وروستي برید له کبله، چې طالبانو یې مسئولیت منلی و، ده له دې ډلې سره د سولې روانې خبرې درولې دي او همدا راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خپله پټه لیدنه هم لغوه کړې.

له دې اعلان وروسته ګڼ شمېر امریکایي چارواکو پر دې پلان نیوکه وکړه او تور یې ولګاوه چې ولسمشر ټرمپ هغه کسان کمپ ډیوډ ته ور بللي وو چې د سپتمبر ۱۱ بریدګرو ته یې پناه ورکړې وه.

د ولسمشر ټرمپ له هغه ناڅاپي اعلان وړاندې افغان چارواکو بي بي سي ته منلې وه چې ولسمشر غني به واشنګټن ته سفر کوي، خو دا نه وه مالومه چې ولسمشر ټرمپ طالب مشران هم هلته ور بللې دي.

ورته مطالب