نیویارک کې د ماشومانو د ښوونځي د بکسونو هدیره

ماشومان د انځور حقوق Getty Images

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف د نیویارک یوه هدیره کې د ماشومانو ښوونځي بکسونه په کتارونو کې ایښي دي. یونیسف وايي، د ښوونځي بکس د ماشومتوب نښه ده او د دغو بکسونو له کتارولو یې هدف د هغو ماشومانو ګڼ شمېر ته پام اړول دي چې د ۲۰۱۸ کال جګړو کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د دغه کال اوږدو کې ډېری ماشومان د افغانستان، مرکزي افریقا، سومالیا، جنوبي سودان او یمن په جګړو کې وژل شوي دي. یونیسف چارواکو نیویارک کې په یوه هدیره کې ۳۷۵۸ بکسونه ایښي دي چې هر یوه یې د یوه ماشوم وژل کېدو په معنی دی.

روانه اوونۍ چې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې له رخصتیو وروسته ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي، یونیسف وايي، د بکسونو له کتارولو یې یو هدف دا دی چې خلکو ته وښيي چې وژل شوي ماشومان به هېڅکله بیا خپلو ټولګیو ته ستانه نه شي او ځایونه به یې تش پاتې وي.

د انځور حقوق Getty Images

دغه راز دوې اوونۍ وروسته د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه کې یو ځای کېږي او یونیسف چارواکي وايي، له دغې چارې یو هدف دا هم دی چې د نړۍ سیاسي مشرانو ته وښيي چې جګړې تر ډېره ماشومان ځپي او دا چې ماشومان لا زیاتې توجه ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د ۲۰۱۹ کال په رپوټ کې چې ماشومان او جګړه نوم ورکړل شوی، ویل شوي په جګړه ځپلیو سیمو کې ۱۲ زره ماشومان یا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

دا یوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي او ویل کېږي چې غیر ثبت شوې شمېرې له دې پورته دي. بل لور ته ملګري ملتونه وايي، له هغې ورځې راهیسې چې دوی په جګړو کې د ماشومانو تلفاتو د ثبت لړۍ پیل کړې ده، د ۲۰۱۹ کال شمېر تر ټولو ډېر دی.

اړونده مطالب