عایشه: د خپل پلار سخت دریځۍ 'بې دینه' کړم

د یوه غوسه سړي شوي انځور د انځور حقوق Getty Images

عایشه د یوې متدینې او محافظه کارې کورنۍ پېغله وه، چې د خپل پلار د سخت دریځۍ له کبله یې اسلام پرېښود. هغې بي بي سي ته خپله کیسه کړې ده.

عایشه د سوریې شمال ته معرة النعمان ښار په یوه متدینه او محافظه کاره کورنۍ کې زیږېدلې، خو لندن ته تر تلو مخکې دمشق او حلب کې لویه شوې ده.

عایشې ۱۶ کاله د خپل پلار تر سیوري لاندې تېر کړي، د اسلام فرضونه او د قرآن لوستل یې زده کړي.

د هغې مور خپله لور یوه "نمونه لور" بلله، خو مور یې هغه مهال مړه شوه چې عایشه شپاړس کلنه وه.

د مور تر مړینې وروسته د عایشې رواني حالت خراب شو، له ژونده ورو - ورو بېزاره کېده او ان د ځانوژنې په فکر کې وه، نه یوازې د خپلې مور د مړینې له کبله، بلکې د خپل پلار د ناوړه کړو وړو له کبله، چې د مور چلند یې ورسره بیخي بل ډول و.

پلار او دوو مشرانو وروڼو یې د هغې په تربیه کې له ډېر شدت کار اخیست، هر کوچنی حرکت به یې څاره او زښت ډېر محدودیتونه یې پرې لګولي وو. خو عایشه د ازادۍ او نېکبختۍ په لټه کې وه.

دا وايي: "له خپل نیکه سره به جومات ته د قرآن کریم د زدکولو لپاره تلم، خو زما خوښه نه وه، بلکې زما پلار همدا پرېکړه کړې وه، ځکه هغه نه غوښتل چې دده په غیاب کې زه کور کې یوازې پاتې شم، هغه هم په دې ګومان چې ګني کوم ناوړه کار ونه کړم چې د هغه او د کورنۍ نوم بد کړم."

ظلم

د انځور حقوق Getty Images

دا وايي: "پلار به په ډېرې اسانۍ ښکنځلې راته کولې، په سخته غوسه کې یې ګوزار هم کاوه، هغه یو دیکتاتور و چې ان خپله تېروتنه یې هم نه منله."

د وخت په تېرېدو عایشه له خپلو ټولو نجونو او ملګرو منزوي شوه "په کور کې کوټه قلفي شوم"، چې ان د پوهنتون درسونو ته هم اجازه نه ورکول کېده. هغې پوهنتون کې لوړه نومره لرله او انګلیسي ژبه یې لوسته.

عایشې کور کې ډېرو خت درلود، ځکه له کوره بهر وتلو ته نه پرېښودل کېده، هغه په دې تمه وه چې یوڅوک به د دې ور وټکوي او د کوژدې غوښتنه به ترې وکړي.

دا وايي: "یوازې وم، ستومانه او نهیلې وم، ان د ګاونډیانو لوڼې به هم زما د پلار په غیاب کې په پټه راتلې، کارولین چې ارمنیایۍ مسیحۍ وه، او لمیاء کردۍ او مسلمانه وه، فاطمې ته هم اجازه نه وه چې زموږ کور ته راشي، هغه زما د ماشومتوب ملګرې وه، دا چې هغې به په کړس کړس خندل، پلار به مې هغې بې حیاء بلله."

بغاوت

عایشې د خپل پلار کتابتون ته شا کړه، کتابتون کې ژباړل شوي لادیني ناولونه او د مینې منع شوې کیسې نه وې، ځکه چې پلار "ګمراه کوونکي او د لوېدیځ فکر زیږنده" بللې او تلوېزیون یې د بد اخلاقۍ رواجوونکی باله.

عایشېه دې اړه شوه چې له اسلام پرته د نورو عقیدو په لټه کې شي.

خو وروڼو یې چې نسبتاً ازاد ژوند یې درلود، له کوره بهر پرې په چکر، له ملګرو سره لیدو کاتو او ساتېرۍ بندیزونه نه وو.

د انځور حقوق Getty Images

بې دینۍ ته اوښتل

عایشه چې اوس شاوخوا څلوېښت کلنه ده، ورو ورو له دین له لیرې شوه، ذهن کې به ډېرې پوښتنې ورته پیدا کېدې.

عایشه وايي "پلار به مې ان زما د میاشتني عادت پرمهال هم زما په روژې ټینګار کاوه، روژه ماتی به کې دوه دقیقې وروسته شو، قهر به یې په ما سړاوه، داسې چیغې به یې وهلې ته وا دېوالونه یې سوري کړل، ګاونډیانو به څه فکر کاوه چې دلته څه کیسه روانه ده، خو نه پوهېدل چې غوسه په دسترخوان ده".

عایشه وايي، "وروسته مې د نورو دینونو کتابونه ولوستل، د مینې نړیوال ناولونه مې ولوستل، د فلسفې، جنسي غریزې پوره کولو، د ښځو د ازادۍ او لوېدیځو پاڅونونو او دې ته ورته کتابونه مې ولوستل."

دا وايي، دغه کتابونه به مې د پلار له سترګو پټ تر خپل چپرکټ لاندې پټول.

د انځور حقوق Getty Images

پټ ژوند

عایشې د بي بي سي عربي وېبپاڼې ته د خپل پلار په غیاب کې د پټ ژوند په اړه ویلي: "ما دوه شخصیتونه لرل: یو یې (جعلي) چې ځان په کې مسلمانه، محجبه او اطاعت کوونکې وښيم او هېڅ غږ پورته نه کړم او هېڅ اعتراض ونه کړم، بل مې (ریښتینې) څېره، چې په پټه مې له ملګرو سره اوسېدم."

عایشې له یوه خپلوان سره واده وکړ، چې اوس یې د واده لس کاله پوره کېږي او لندن کې اوسېږي، د عایشې دلته یاد شوی نوم مستعار دی، ځکه هغې د خپلې کورنۍ د وېرې له کبله نه غوښتل چې خپل اصلي نوم وښيي.