ایفون ۱۱؛ د اپل نوي ځیرک مبایلونه نندارې ته وړاندې شول

ایفون د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایفون ۱۱ نوي ماډلونه

د امریکايي شرکت اپل نوی ماډل ځیرک تلېفونونه نندارې ته وړاندې شوي دي. د دې مبایلونو ایفون ۱۱، ۱۱ پرو او ۱۱ پرومکس کمرې له پخوانیو هغو ډېرې ځانګړتیاوې او وړتیاوې لري، چارچ ډېر ساتي او تر نورو یې کار هم چټک دی.

اپل ویلي نوي ماډل تلېفونونه یې تر پخوانیو څلور یا پنځه ساعته ډېر چارج ساتي، خو په دې مبایلونو کې د پنځه جي (5G) وړتیا نشته.

اپل همداراز خپل نوی لاسي ځیرک ساعت نندارې ته وړاندې کړی چې د لومړي ځل لپاره به د دې ګړۍ ښیښه تل روښانه وي. د دې لاسي ځیرکو ګړیو پخوانیو ماډلونو ښيښه به د اړتیا پر وخت روښانېده.

ویل کیږي د Series 5 Watch په نوم دغه ځیرک ساعت به په عادي حالت کې ۱۸ ساعته چارج وساتي.

په دې ګړۍ کې قطب نما هم شته او له ټیټانیم جوړ شوی پوښ لري. په دې ګړۍ کې داسې وړتیا هم شته چې کله د کاروونکي شاوخوا د شور ماشور کچه د خطر تر بریده لوړه شي، خبرداری ور کوي. همداراز د مېرمنو لپاره د میاشتني عادت څارلو امکانات هم لري.

شنونکې پاټریکا مورهېډ وايي: " د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې مې د اپل وړتیاوې ډېر خوښیږي، خو ډېره ناهیلې شوم چې د خوب پرمهال د فعالیت څارونکی اپلیکیشن (sleep study) پکې نشته."

خو شرکت ویلي، د سیریز ۳ ځیرکې ګړۍ ماډل به لا هم بازار کې وساتي چې قیمت یې ۱۹۹ ډالره ښودل شوی دی.

د څېړنو له مخې اپل اوسمهال د ځیرکو ساعتونو ۴۹ سلنه مارکېټ په خپل واک کې لري.

د نوي ایفون د کمرې وړتیا

د انځور حقوق Getty Images

د ایفون نوي ماډل مبایلونو د شا پراخه کمره (Ultra-wide) لري چې دوه د زوم پیاوړې سترګکۍ یا لېنز لري. د پرو ماډلونه ټیلي فوټو او نورمال لنزونه لري چې په پخواني ایفون XS او XS Max کې هم وې. خو ایفون ۱۱ یوازې پراخه زاویه درلودونکی سټنډرډ لینز لري.

په دې نوي مبایل کې د شپې رڼا تنظیمونکی (Night Mode) هم لګول شوی چې په اتومات ډول د اړتیا پر وخت د ښیښې رڼا کمه یا زیاتوي. خو ګوګل، سامسونګ او هواوې وړاندې دا وړتیاوې خپلو ځیرکو ټلیفونو کې نصب کړې وې.

د اپل په نویو مبایلونو کې د Deep Fusion په نوم اپلیکیشن هم ازمایل شوی دی چې په ښه کیفیت نهه انځورنونه یو وار اخلي او بیا له هر انځور ښې برخې اخلي او یو ښه انځور ترې جوړوي. که څه هم بازار ته له را تلو سره به په دې مبایلونو کې به Deep Fusion نه وي خو کاروونکي د کار تر پایه د سیستم د اپډیټولو سره دا وړتیا ترلاسه کولی شي.

د دې مبایل بله ځانګړتیا داده چې تاسې یې په مخکنۍ کمره سلو موشن ویډيو کولی شئ.

د انځور حقوق Getty Images

د اپل مینه والو ته تر ټولو مهم خبره دا ده چې د ایفون ۱۱ قیمت تر پخوانيو ماډلونو ارزانه دی. د ایفون ۱۱ قیمت له ۶۹۹ ډالرو پیلیږي، د ایفون ۱۱ پرو ارزښت ۹۹۹ ډالره دی او د ایفون ۱۱ پرو مکس قیمت بیا ۱۰۹۹ ښودل شوی دی. د پرو ماډلونو بیه یې تر نور لوړه ده.

اپل ادعا کړې چې د نوي ماډل مبایل سي پي یو (سرعت برخه) او جي پي یو (ګرافیک برخه) یې تر هر انډرایډ ټلیفون پياوړې دي. د سامسونګ او هواوې نویو ځیرک تلېفونونو خلاف دا مبایل له لیرې نور مبایلونه چارجولی نه شي.

ټاکل شوې د ایفون نوی ماډل مبایلونو لس ورځې وروسته بازار ته وړاندې شي.