د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو د ولکې ګواښ ته د عربانو غبرګون

نتنیاهو د انځور حقوق AFP

عربي هېوادونو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه پلان محکوم کړی چې وايي د فلسطین نیول شوې خاورې دریمه مهمه برخه به د اسرائیلو له خاورې سره ورګډه کړي.

تېره ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر د راتلونکو ټاکنو په درشل کې ژمنه وکړه چې که دی بیا د لومړي وزیر څوکۍ وګټي نو د اردن پر دره او د مړ سمندر پر شمالي برخه به د اسرائیلو حاکمیت پلی کړي.

لومړي وزیر نتنیاهو وویل:

"نن زه اعلان کوم چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته خپله اراده ښکاروم چې د اردن په دره او د مړ سمندر په شمالي برخه به د اسراییلو واکمني پلې کړم."

هغه وویل چې دا کار به سمدسي له ټاکنو وروسته هغه مهال وکړي چې که د خپل هېواد د وګړو لخوا غوڅ اکثریت رایه ترلاسه کړي.

سعودي عربستان، اردن او ترکیې دا اعلان په کلکه غندلی دی او سعودي دا یو 'ډېر خطرناکه ګام او د ملګرو ملتونو له منشوره ښکاره سرغړونه بللې'.

سعودي عربستان د اسلامي همکاریو د سازمان ۷۵ غړو اسلامي هېوادونو د فوق العاده غونډې جوړېدو غوښتنه کړې.

د عربو هېوادونو ټولنې دا د لومړي وزیر نتنیاهو خطرناکه ټاکنیزه ژمنه او له 'تیري ډک' ګام بللی دی.

فلسطینیانو دا یو ناقانونه ګام بللی او ملګرو ملتونو ویلي، که دا ګام پورته شي کېدای شي له فلسطین سره د اسرایلو د سولې خبرو چانس خراب کړي.

د انځور حقوق AHMAD GHARABLI

اسرائیلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې د فلسطین لویدیځه تړانګه لاندې کړې خو تر اوسه یې له خپلې خاورې سره دا سیمه نه وه یو ځای کړې.

فلسطینیان د راتلونکي خپلواک دولت لپاره د دې ټولې سیمې د مالکیت ادعا کوي.

د اسرایلو لومړي وزیر نتنیاهو مخکې ویلي و چې اسراییل به تل د امنیت ساتلو لپاره د اردن په درکه کې حضور ولري.