ویانا ولې د نړۍ تر ټولو ښه ښار بلل کېږي؟

ویانا د انځور حقوق Getty Images

د اسټریا یا اتریش پلازمېنه ویانا د اوسېدو لپاره د نړۍ د لسو غوره ښارونو په لومړی سر کې یاد شوی دی. د اسټرالیا ملبورن دویم ځای کې دی، خو د ملبورن پرتله د ویانا غوره بلل کېدو سبب ډېر جالب دی.

نه خو لوړې، دنګې ودانۍ او نه هم عصري بازارونه د دې توپیر سببونه دي او نه هم کوم تاریخي ویاړونه د دې لامل بلل شوي، بلکې په ویانا کې پریمانه کلتوري او فرهنګي مرکزونه او فعالیتونه یې، مناسب او ارزان بیه روغتیايي نظام، پرمختللې ښاري ټرانسپورتی شبکه او له غلو غدیو خوندي لارې کوڅې هغه څه دي چې له کبله یې د دغه ښار نوم د نړۍ له نورو مهمو او مشهورو ښارونو هم مخکې راغلی.

د امریکا د اکانومسټ خپرونې د څار څانګې په یوه رپوټ کې د پنځو عواملو پر بنسټ د نړۍ اکثر ښارونو ژوند ژواک ارزول شوی دی چې د رپوټ چمتو کوونکو په خبره ویانا د اوسېدو لپاره تر ټولو د غوره ښار په توګه په څلورو هغو کې (نژدې په تول پوره) ختلی.

دې کې ثبات یا ټیکاو، روغتیا پالنه، کلتور، زده کړې یا تعلیم، اډانه یا انفراسټرکچر او چاپیریال شامل دي. دا ټول عوامل د عامو خلکو له ژوند سره تړلي مسایل دي او د اشرافو، واکمنو، ځواکمنو یا تاریخي اتلانو د ویاړنې هېڅ نمود او نمایش پکې نه لیدل کېږي، چې معمولاً په ځینو ښارونو کې د څلیو، ودانیو یا نورو یادګارونو په بڼه لیدل کېږي او سیوري ته یې ژوندي ښاریان د بې وسۍ ژوند تېروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نایجریا لاګوس هم د ژوند لپاره په پنځو نامناسبو ښارونو کې راځي

د اسټریا یا اتریش پلازمېنه ویانا د اوسېدو لپاره د نړۍ د لسو غوره ښارونو په لومړی سر کې یاد شوی دی. د اسټرالیا ملبورن دویم ځای کې دی، خو د ملبورن پرتله د ویانا غوره بلل کېدو سبب ډېر جالب دی. د دغه لېست تر څنګ یو بل لېست هم د همدې ادارې له لوري خپور شوی، چې د نړۍ لسو هغو ښارونو نومونه پکې یاد شوي دي، چې د غوره ښارونو برعکس دي او د چا خبره ژوند پکې تریخ دی.

دې کې لومړی نوم د سوریې پلازمېنې دمشق دی، د نایجریا لاګوس، د بنګله دېش ډاکه، د لیبیا تریپولي او د پاکستان کراچۍ نومونه ورپسې راځي.

نا امني، ګډوډي، ککړه هوا، لوړ غږونه، د غلو او شوکمارو ډلې، بې پلانه ودانۍ، د ژوند مهمو اسانتیاوو نشتوالی یا لږوالی او کلتوري او فرهنګي مرکزونو نه پالنه او ساتنه هغه څه دي چې دغه ښارونه د ژوند لپاره ناوړه ثابتوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان کراچۍ په پنځو هغو ښارونو کې شمېرل کېږي چې د ژوند کولو لپاره مناسب نه بلل کېږي

له ډېرو اورو چې د ښاري نفوس ډېرېدو هم مسایل زیات کړي دي، خو یو چا زوروره خبره کړې چې وايي، ښارونو ته د کلیوالو ورتګ شکایت یا د مخنیوي پر لارو چارو یې د غور پر ځای کلیو ته ښارونه یوسئ.

معنی یې دا چې که کلیوالي سیمو کې لومړنۍ ښاري اسانتیاوې چمتو شي، کار او روزګار وموندل شي، همدا کلیوالي سیمې پر کوچنیو ښارګوټو بدلېږي، چې مسایل هم کاواکه نه وي او حل یې هم اسان شي.

دغه رپوټ یو بل عام تصور هم ناسم ثابتوي چې له شتمنۍ او اقتصادي ځواک سره تړلی دی.

معمولاً داسې فکر کېږي چې ښايي د پیسو په زور د ژوند ډېرې چارې سمېدای شي، خو دغه رپوټ کې د نړۍ تر خورا ډېرو شتمنو ښارونو مخکې د ویانا نوم ثابتوي چې د ښاري ژوند لپاره پلان، همکاري، سنجش، صداقت او مستقل مزاجي یوازې نوم نه ګټي، بلکې رښتیا د خلکو ژوند سوکاله کوي.

اړونده مطالب