سابه پر زړه د حملې امکان کموي خو د فلج خطر زیاتوي

سابه د انځور حقوق Getty Images
Image caption روغتیاپالان وايي چې د خلکو د خوښې خواړه هغه که هر ډول وي روغتیا ته یې ښه دي.

د یوې نوې څېړنې له مخې هغه څوک چې یوازې سابه خوري د زړه د حملې امکانات یې کم، خو برعکس د شلېدو یا فلجېدو خطر زیاتوي.

د سبو خوړونکو او غوښې خوړونکو په دې پرتله ییزه څېړنه کې چې په زرو تنو شوې په دې کې له ۱۰ تنو کم د زړه حمله راغلې او له درېیو زیات شل یا فلج شوي دي.

یوې برتانوۍ جریدې دا څېړنه په ۱۸ کلونو کې پر ۴۸۰۰۰ کسانو ترسره کړې ده.

خو دا په ډاډ سره نه شو ویلی چې ددې پایلې ضرور د خوړو له امله مخې ته راغلي وي د ژوند نور اړخونه یې هم لامل کېدی شي.

روغتیاپالان وايي چې د خلکو د خوښې خواړه هغه که هر ډول وي روغتیا ته یې ښه دي.

له څېړنې څه معلوم شول؟

په دې څېړنه کې د ایپک او اکسفورډ معلومات هم ځای شوي دي چې د خوړو اړوند د اوږدې مودې پلان شامل دی.

په دې کې له ۱۹۹۳میلادي کال تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې نیم یې غوښه خوړونکي خلک دي او دې موده کې ۱۶۰۰۰ نو زیات خلک سابه خوړونکي وو. په دې ۷۵۰۰ داسې کسان هم وو چې په غوښه کې یې یوازې د کب غوښه خوراک وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د څېړنو په لومړیو دورو کې له خلکو دا پوښتل کېدل چې ستاسو خوړنیز عادت څه دی

د څېړنو په لومړیو دورو کې له خلکو دا پوښتل کېدل چې ستاسو خوړنیز عادت څه دی چې دا پوښتنه په ۲۰۱۰میلادي کال کې بیا تکرار شوه- په څېړنه کې روغتیايي شالید، د سګریټو څکول او بدني ستړیا هم ترمخ راغلل.

په ټولیز ډول ۲۸۲۰ تنه د زړه په ناروغۍ اخته وو او ۱۰۷۲ تنه د فلج یا شلېدو تر اغېز لاندې وو- دې ۳۰۰ تنه په هیموراجک (په شریانونو کې د کمزورې وینې د ماتېدو او دماغو کې د وینې داخلېدل) د فلج پېښې هم شاملې دي.

په غوښه خوړونکو کې هغه چا چې یوازې د ماهي غوښه خوړله د زړه ناروغي ۱۳ سلنه کمه وه خو په سبو خوړونکو کې د زړه د ناروغۍ خطر ۲۲ سلنه کم و.

بلخوا په سبو خوړونکو کې د فلج یا د شلېدو خطر ۲۰ سلنه زیات و- د څېړونکو په وینا دا د 'ویټامین بي ۱۲' د کمي لامل هم کېدی شي خو د کره والي لپاره یې لا هم څېړنې ته اړتیا شته.

دا هم امکان لري چې دا ناروغۍ د خلکو په رژیم پورې تړاو ونه لري او دا څېړنه یوازې د هغو خلکو د ژوند بېلابېل عناصر روښانوي څوک چې غوښه نه خوري.

ایا له دې دا معلومیږي چې سابه خوړونکي په سټه (صحت) سم نه دي؟

په برتانیا کې د رژیم د ټولنې ډاکټر فرینکي فیلیپس په وینا، سبزیجات غیر صحي عادت نه دی او دا څېړنه یوازې د خلکو پر لید لوري ولاړه ده.

هغه وايي چې ''دوی یوازې هغه څه ولیدل چې خلک یې خوري او د ډېرو کلونو لپاره یې پر دوی څارنه کړې چې دا تړاو دی د کومې کړنې پایله نه ده.''

''له دې ټولو ته دا پیغام رسېږي چې په فکرسره خپل خوړنیز عادت جوړ کړي او بېلابېل خوراکي توکي وکاروي.''

''دا اړینه نه ده چې د غوښه خوړونکو په خوړنیز توکو کې بېلابېل توکي وي ځکه کېدای شي هغه هره شپه غوښه او کچالو وخوري او هېڅ سابه ونه کاروي.''

ایا په لومړیو کې خلکو دا مطالعه کړې چې وروسته یې په خوړو کې بدلون راوستی؟

څېړونکي په ۲۰۱۰میلادي کال کې په خپلو څېړنو کې دا پوښتنه بیا کوي چې ایا دوی د معمول له مخې په خپلو خوړو کې د خوښې یا نا خوښې څیزونو کې څه بدلون راوستی دی؟

ډاکټرفلېپس وايي چې سبو خوړونکو په خوراک به بدلون راغلی وي او هغه وايي ''دا معلومات دوه لسیزې دمخه راټولو شوي و، دا هم ویلی شو چې له نن څخه ۲۰ یا ۳۰ کاله دمخه د سبو خورو عادت بېل وو. اوس د سبو خوړونکو لپاره بېلابېل خواړه موجود دي.''

''موږ ته دا هم جوته ده چې له پیمانې زیاته غوښه خوړل روغتیا ته له خطره خالي نه دي چې دا د کولمو د سرطان خطر د ډېرېدو سره تړاو لري.''

نو زموږ په کاسه کې باید څه وي؟

د خوړو د انډول ساتلو لپاره د برتانیا د عامې روغتیا ادارې ځینې داسې سپارښتنې کړي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ډېرو غوړ لرونکو او مالګینو خوړو څخه ډډه وکړئ یا یې کم وکاروئ
  • په ورځ کې لږ تر لږه پنځه وخته سابه او مېوه وخورئ.
  • په خوړو کې مو باید تر ډېره فایبر او نشایسته لرونکي خواړه وي لکه کچالو؛ ډوډۍ؛ وریژې او مکروني.
  • پروتین مه هېروئ لکه غوښه، کب، سمندري خواړه، دال، مالګه نه لرونکي بادام یا غوځ.
  • شیدې یا یې متبادل خواړه وکاروئ.
  • له ډېرو غوړ لرونکو او مالګینو خوړو څخه ډډه وکړئ یا یې کم وکاروئ.
  • سربېره پردې، یوازې هغه څوک چې سابه خوري باید د ځینې مغذي توکو پاملرنه وکړي د بېلګې په ډول 'ویټامین بي ۱۲' سالمې وینې او عصبي سیسټم لپاره ګټور دي- د مصرف شوي غوښې، شیدو یا کبانو مقدار د اړتیا پوره کولو لپاره کافی دی.
  • 'ویټامین بي ۱۲' د سباناري په خمیره کې هم موندل کیږي خو ښايي په سبو کې کم اوسي.

سابه تر ډېره اوسپنه نه لري، خو د سبو خوړونکو لپاره دا مهمه ده چې په ډوډۍ کې د وچې مېوې میده او دال ورګډ کړي.

ورته مطالب