ورځپاڼې: د افغانستان قضیه کې پر روسیې باور نه شي کېدلای

د روسیې او امریکا اړیکي ښه نه دي، خو په افغانستان کې د دوی د ګډ کار چانس و د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې او امریکا اړیکي ښه نه دي، خو په افغانستان کې د دوی د ګډ کار چانس و

د امریکایي مجلې فارن پالیسي په یوه مطلب کې روسیه په افغانستان کې د یوه داسې شریک په توګه یاده شوې چې باور پرې نه شي کېدای.

لیکوال وايي، روسیه غواړي د امریکا او طالبانو د خبرو له ناکامۍ ګټه پورته کړي او خپل ډیپلوماټیک حضور په افغانستان کې پراخ کړي.

د لیکوال له نظره د خبرو لغوه کېدل یو شاتګ دی او کیدای شي په دې سره د جګړې ډګر لا تود شي.

د فارن پالیسي په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي سمه ده چې د روسیې او امریکا اړیکي ښه نه دي، خو په افغانستان کې د دوی د ګډ کار چانس و ان دا چې روسیې د سولې په هوکړه کې د ضامن په توګه ټټر وهلی و.

خو لیکوال وايي، په ښکاره روسیه د افغانستان په چاره کې له امریکا سره د مرستې خبره کوي، خو په حقیقت کې يې په افغانستان کې د امریکا پښې وهلي.

د لیکوال له نظره روسیه له یاغیانو سره لار لري او وسله والو سره دا ښکاره ملاتړ بدې پایلې لري او د سولې پر بهیر به د خلکو باور له منځه یوسي.

ایکسپرېس ټربیون

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټربیون د کشمیر له مسالې سره د افغان کشالې د تړاو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي:

ایا لا هم د افغان سولې لار له کشمیره تیریږي؟

د مطلب لیکوال وايي، په پاکستان کې نظر داسې و چې د افغانستان په مساله کې د همکارۍ باید د دې معیار له مخې وشي چې امریکا د کشمیر په مساله کې له پاکستان سره څومره مرسته کوي؟

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړې پاکستان ته دا چانس په لاس ورکړی و چې له امریکا سره اړیکې ښه کړي ځکه امریکا په دې برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا لرله، پاکستان په دې سره تمه لرله چې امریکا به د پاکستان د خوشالولو او د سولې په برخه کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره پر هند فشار راوړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د کشمیر په مساله کې له پاکستان سره څومره مرسته کوي؟

لیکوال وايي، ښکاري داسې چې پاکستان کولی شي د امریکا او طالبانو ترمنځ جوړ جاړی وکړي ان که د طالبانو خوښه هم نه وي، امریکا هم په همدې نظر وه او پاکستان په دې برلاسۍ سره غوښتل امریکا ته وښيې چې د افغان سولې لار له کشمیره تیریږي، خو د لیکوال له نظره د ډونلډ ټرمپ له وروستۍ پرېکړې داسې ښکاري چې دا هرڅه له منځه ولاړل.

لاس انجلس ټایمز

امریکایۍ ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز لیکي، د امریکا د ولسمشر له پرونیو څرګندونو داسې ښکاري چې ښايي هغه د ایران له ولسمشر سره د کتلو لپاره پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه نرم کړي.

ورځپاڼه لیکي:

کله چې له ښاغلي ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې ایا غواړي له حسن روحاني سره د لیدلو لپاره بندیزونه نرم کړي، ده وویل و به ګوري چې څه کېږي.

ورته مطالب