کراچۍ؛ په نړۍ کې د چرسیانو دویم تر ټولو لوی ښار

په نړۍ کې 'اې بي سي ډي' د چرس قانوني کېدو لپاره د روان کمپاین برخه ده. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نړۍ کې 'اې بي سي ډي' د چرس قانوني کېدو لپاره د روان کمپاین برخه ده.

د چرسو د زیاتو کارولو له اړخه د پاکستان ستر ښار کراچۍ د نړۍ په لېست کې دویم نمبر راغلی دی. په دې لېست کې د امریکا نیویارک ښار په سر کې ځای لري.

د اې بي سي ډي جرمني کمپنۍ د څېړنو له مخې په نیویارک کې هر کال له ۷۷ ټنو زیات چرس کاریږي او په دویم ځای کې بیا د پاکستان کراچۍ ښار راځي چې ۴۲ ټنه چرس پکې دودیږي. د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې له ۳۸ ټنو زیات چرس څکول کېږي.

بنګ په حقیقت کې د بوټي یو ډول دی چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په مختلف ډول کاریږي. په امریکا کې یې پاڼو ته اور ورته کېږي او بیا دودیږي خو په هندۍ نیمه وچه کې بیا له دې پاڼو چرس جوړیږي.

په دې څیړنیز راپور کې د لسو هغو لویو ښارونو یادونه شوې چې چرس په کې زیات کاریږي، دې لسو کې د پاکستان ستر ښار کراچۍ، د مصر پلازمېنه قاهره، د برتانیا پلازمېنه لندن د نړۍ هغه ښارونه دي چې د چرس استعمال پکې ناقانونه دی.

بله خوا په نیویارک، نوي ډیلي، ممبی، شیکاګو، مسکو او د کاناډا په ټورنټو ښار کې د چرسو کارولو ته څه نا څه اجازه شته. لاس انجلس په دې لېست کې یوازینی ښار دی چې چرس کارول پکې په بشپړ ډول قانوني دي.

په راپور کې د چرسو پر زیات لګښت د مالیې د زیاتوالي یادونه هم شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې څیړنیز راپور کې د لسو هغو لویو ښارونو یادونه شوې چې چرس په کې زیات کاریږي

د رپوټونو له مخې که پاکستان په دغه هېواد کې د مشهورو برانډونو سېګرټو باندې لګول شوې مالیې ته په کتو پر چرسو هم همدا ډول مالیه ولګوي نو هرکال تر دیارلس نیم سوه لکه ډالرو نه ډېره ګټه ترلاسه کولی شي.

که دا مالیه په امریکا کې د چرسو له مالیې سره پرتله شي، نو پاکستان کابو ۴ کروړه او لس لکه (۴۱میلیونه) ګټه کولی شي. له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځواکونو د راپور له مخې پر ۲۰۱۶ میلادي کال په پاکستان کې ۴۲۷ منه بنګ ضبط شوي دي.

په هندۍ نیمه وچه کې خلک له پیړیو راهیسې چرس او بنګ کاروي او له تمباکو سره پر کارولو سربېره يې درملو کې هم استعمالوي.

د سږ کال په پیل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د مخنیوي ادارې یو راپور کې راغلي چې بنګ په نړۍ کې تر ټولو ډېر کرل کېدونکي نشه يي توکي دي او پر دوی سربېره د اپیمو کر هم زیاتېږي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ۱۷ سلنې کمښت سره سره په ۲۰۱۷ میلادي کې پر درې لکه او ۴۶ زره هکتاره ځمکه په بې قانونه ډول اپیم کرل شوي وو- دا شمېره د یوې لسیزې پخوا کرل شوي کښت څخه ۶۰ سلنه ډېره ده.

له افغانستان او میانمار وروسته زیات اپیم په مکسیکو کې کرل کیږي، دا درې واړه هېوادونه په نړۍ کې د نشه يي توکو بازار ته ۹۶ سلنه اپیم ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نړۍ کې 'اې بي سي ډي' د چرس قانوني کېدو لپاره د روان کمپاین برخه ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو د دفتر د راپور له مخې په نړۍ کې شاوخوا یو کروړ او ۸۸ لکه ( اتلس میلیونه او اته لکه) خلک په چرسو روږدي دي. چرس د شمالي امریکا، نیوزیلنډ او اسټرالیا په ګډون بحر الکاهل، د ختیځې او مرکزي افریقا هېوادونو کې خورا عام کارول کېږي.

پاکستان په نړۍ کې د ناقانونه مخدره توکو د لېږد مهمه لار ده چې زیات هیروین او بنګ پکې نیول شوي دي. د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو د دفتر د راپور له مخې په ۷۱ غړیو هېوادونو کې یې ۲۵ لکه پېښې ثبت دي چې بنګ، هیرویین او کوکین پکې نیول شوي دي.

له اسپانیې وروسته پاکستان او مراکش هغه هېوادونه دي چې زیات بنګ په کې نیول شوي دي-همدارنګه افغانستان، پاکستان او ایران کې هم هیرویین نیول شوي دي.

د دې راپور له مخې په نړۍ کې د نشه یانو شمېر له درې کروړه او ۵۰ لکو (۳۵ میلیونو) اوښتی دی. په ۲۰۱۷ میلادي کې د نشه يي توکو د استعمال له امله ۵ لکه او ۸۵ زرو زیات خلک وژل شوي دي.

ورته مطالب