لادرکه مړی ۲۲ کاله وروسته ګوګل نقشه کې پیدا شو

امریکا د انځور حقوق Google Maps
Image caption د ویلیم مولډ موټر ۲۲ کاله وړاندې یو ډنډ ته لوېدلی و

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د هغه سړي مړی چې ۲۲ کاله پخوا لادرکه شوی، د ګوګل نقشې په مرسته وموندل شو. ۲۲ کاله وړاندې ویلیم مولډ، چې هغه مهال ۴۰ کلن و، د شپې ناوخته له یوې شراب خونې نه په خپل موټر کې د کور خوا ته روان و.

خو نوموړی له نیمایي لارې تری تم شو او تر نن ورځې یې مړی او ژوند ورک و. اوس داسې اټکل کېږي چې کور ته پر لاره له ده نه موټر بې کنتروله شوی و او پر ډنډ یې ور سم کړی و.

دا پېښه په ۱۹۹۷ کال کې رامنځته شوې وه. ۲۲ کاله وروسته په تېره اګست میاشت کې یو چا همدې ډنډ ته نږدې یو کور په ګوګل نقشه کې لیده. ناڅاپه یې پام شو چې کور ته نږدې ډنډ کې یو موټر ښکاري.

وروسته پولیس سیمې ته ور وغوښتل شول او موټر له ډنډه را و ایستل شو. په موټر کې د یو بنیادم هډوکي او پاتې شوني هم پراته وو.

د انځور حقوق National Missing and Unidentified Persons System
Image caption ویلیم مولډ په ۱۹۹۷ کال کې لادرکه شوی و

له طبي معایناتو وروسته جوته شوه چې دا هډونکي د ویلیم مولډ دي، چې ۲۲ کاله وړاندې ورک شوی و.

په فلورېډا ایالت کې د لادرکه کسانو په اړه د پلټنې یوې ادارې چارواکي وایي، په ګوګل نقشه د موټر دا عکس له ۱۹۹۷ کال راهیسې پروت و، خو د هېچا ورته نه و پام شوی.

د ځایي پولیسو مشر بي بي سي ته وویل، داسې ښکاري چې ښاغلی مولډ د موټر کنترول له لاسه ورکړی او ډنډ ته ولوېدلی.

پولیس وایي، اوس په دې ډنډ کې د پخوا پرتله اوبه کمې شوې وې، او ښایي همدا لامل وي چې موټر پر ګوګل نقشه را ښکاره شوی و.

ورته مطالب