"۳۲ کلن سپین ږیری" نیویارک ته له روانې الوتکې را وګرځول شو

هند د انځور حقوق CENTRAL INDUSTRIAL SECURITY FORCE
Image caption د هوايي ډګر دننه ولاړو امنيتي چارواکو له ښاغلي پټېله وغوښتل تالاشي ورکړي، خو هغه پلمه کوله چې ډېر بوډا دی، نه شي کولای ودرېږي او له همدې کبله پرې شک ډېر شو.

هغه هندی سړی په هوايي ډګر کې له جعلي پاسپورټ سره نیول شوی، چې هڅه یې کوله د ۸۱ کلن بوډا په توګه د امریکا نیویارک ته تلونکې الوتکه کې کېني. هندي چارواکي وايي، دغه سړی جېش پټېل نومېږي او اصلاً ۳۲ کلن دی، چې ږیرې ته یې سپین رنګ ورکړی و او غټې عینکې یې پر سترګو وې.

د هندي رسنیو رپوټونه وايي، دی په داسې یوه ګرځنده څوکۍ کې ناست و، چې ناروغان یې کاروي او د ډیلي اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر په دروازو کې له ولاړو امنیتي مسوولینو او پاسپورټ کتونکو تېر شوی و، خو تر پایه بخت یې یاري ورسره و نه کړه.

''د ملګري فېسبوک پوسټ له کبله زما د امریکا ویزه رد شوه''

' له هندۍ د یپلوماتې سره ناوړه چلند نه دی شوی '

د هوایي ډګر یوه چارواکي د دغې پېښې په اړه وویل:

''دی د اتیا کلن سړي غوندې نه ښکاريده، بلکې د لاسونو، پښو او څېرې پوست یا پوټکی یې د یوه ځوان سړي غوندې معلومېده. ''

د هوايي ډګر دننه ولاړو امنيتي چارواکو له ښاغلي پټېله وغوښتل تالاشي ورکړي، خو هغه پلمه کوله چې ډېر بوډا دی، نه شي کولای ودرېږي او له همدې کبله پرې شک ډېر شو.

کله چې له ده د اسنادو پوښتنه وشوه، یو پاسپورټ یې وړاندې کړ چې نوم یې پکې امرک سینګ لیکل شوی و، چې ګواکې د ۱۹۳۸ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ډیلي کې زېږېدلی دی.

د هوایي ډګر چارواکي وايي، کله چې له نوموړي نورې پوښتنې ګروېږنې وشوې، ویې منله چې پاسپورټ یې جعلي او عمر یې ۸۱ کاله نه دی. ښاغلی پټېل نیول شوی او د هند پاسپورټ او ګمرکونو ادارې چارواکو ته سپارل شوی دی، چې په تړاو یې نورې پوښتنې ګروېږنې کوي.

هندي پولیسو د دغه هېواد این ډي ټي وي خبري شبکې ته ویلي، یوه قاچاقبر د ګجرات سیمې له اوسېدونکي ښاغلي پټېل سره د پېسو بدل کې ژمنه کړې وه، چې جعلي پاسپورټ او ویزه به ورته چمتو کړي.

دغه رپوټ وايي، وروسته همدې قاچاقبر د سپین پټکي په ګډون د نوموړي څېرې بدلولو لپاره اسانتیاوې د ډيلي په یوه هوټل کې چمتو کړې دي.

پولیس افسر سنجې باټیا وايي، دې سړي غوښتل د کار، روزګار لپاره امریکا ته لاړ شي، خو داسې اسناد یې نه درلودل چې له مخې یې په اسانۍ د هغه هېواد ویزه تر لاسه کړي.