کمپ ډېویډ څه تاریخي اهمیت لري؟

کیمپ ڈیوڈ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فلسطین پخوانی مشر یاسر عرفات، د امریکا ولسمشر بل کلنټن او اسراییل لومړی وزیر یهود باراک پر ۲۰۰۰ کال جولای کې کمپ ډېویډ کې

د امریکا د میري لنډ ایالت ځنګل پوښلو او ښکلو غرونو په منځ کې د ولسمشر دفتر کمپ ډېویډ وخت ناوخت د خورا ډېرو مهمو لیدنو، نویو خبرونو، رخصتیو تېرولو او شخصي مېلمستیاوو لپاره کارېږي.

ولسمشر ټرمپ طالبانو سره د خبرو لغوه کولو پر مهال هم ویل چې ټاکلې وه کمپ ډېویډ کې له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره پټ وویني.

دا ټوله سیمه د امریکا د سمندري ځواک په واک کې ده او لومړیو کې د مرکزي حکومت د چارواکو او د دوی د کورنیو لپاره تیاره شوې وه، خو پر ۱۹۴۲ کال د امریکا ولسمشر فرنکلین ډیلانو روزویلټ دا ځای د واشنګټن له ګرمۍ او بیروبار لرې د څه وخت تېرولو لپاره غوره کړ.

خو د دویمې نړیوالې جګړې په اوج کې نوموړي دا ځای د ولسمشرۍ په دفتر بدل کړ او د ولسمشر د استوګنځي جوړولو لپاره یې ځانګړې لارښوونې وکړې.

نوموړي پر ۱۹۳۳ کال د جېمز هلټن لیکلي ناول (ډی لوسټ پیراډایز) کې راغلې د همالیه د یوه جنت ډوله سیمې نوم شنګریله پر دغه سیمه کېښود.

خو دا سیمه چې په عمومي ډول نیول سپورټ فیسیلیټي ټرمونډ بلله کېده، پر ۱۹۵۳ کال د وخت ولسمشر ډوایټ ډي ایزن هاور د خپل پلار او خپل لمسي نوم پر دې ځای کېښود او له هغه وروسته په دې نوم یانې کمپ ډېویډ مشهوره شوه.

مهمې لیدنې

کیمپ ڈیوڈ د انځور حقوق United States National Archive/Eisenhower Library
Image caption د ولسمشر ایزن هاور د خپل پلار او خپل لمسي نوم دې سیمې ته ور کړ او پر ۱۹۶۰ کال دې انځور کې د هغه ۱۲ کلن لمسی ډیویډ ایزن هاور د خپل نوم له تختې سره لیدل کېږي.

له لسیزو راهیسې د ولسمشر دا استوګنځی د بهرنیو مشرانو د مهمو لیدنو ځای دی.

پر ۱۹۴۳ کال د برتانیا لومړی وزیر ونسټن چرچل لومړنی بهرنی مشر و چې کمپ ډېویډ ته لاړ.

دا ځای تر هغه مهال شنګریله بلل کېده او روزویلټ دغه ځای ته بوولی و، خو مالومه نه ده چې دوی لته څه خبرې درولودې، مګر د کبانو نیولو تصویرونه یې شته.

خو پر دغه ځای د اوسني نوم اېښودونکی ایزن هاور هغه ولسمشر دی چې دلته یې اول ځل د امریکا د کابینې غونډه وکړه.

بیا دلته د پخوانی شوروي د ولسمشر نکیتا خروشیف او د برتانیا د یوه لومړي وزیر هیرالډ میک ملن کوربه هم و.

پر ۱۹۷۸ کال د کمپ ډېویډ تاریخي تړون

کیمپ ڈیوڈ د انځور حقوق FDR Presidential Library and Museum
Image caption د امریکا د هغه وخت ولسمشر ایزنهاور او د برتانیا لومړی وزیر چرچل کمپ ډیویډ کې کبان ښکاروي. هغه وخت دا سیمه شنګرېله بلل کېده.

خو د کمپ ډیویډ نوم نړۍ کې هغه مهال په ژبه شو چې دلته د امریکا د ولسمشر جیمي کارټر په هڅو د مصر ولسمشر انور سادات او د اسراییل لومړی وزیر میناکم بیګن ترمنځ پر ۱۹۷۸ کال د بریالیو خبرو پایله کې د کمپ ډیویډ تړونونه لاسلیک شول.

پر دې تړونونو د ۱۹۷۸ کال د سپټمبر پر ۱۷ واشنګټن کې لاسلیک وشو د دې تړونونو پایله کې پر ۱۹۷۹ کال د سولې تړون وشو چې ور سره د مصر او اسراییل ترمنځ ۳۱ کلنه جګړه پای ته ورسېده.

کیمپ ڈیوڈ د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښي لوري د اسراییل لومړی وزیر میناکم بیګن، د امریکا ولسمشر جیمي کارټر او د مصر ولسمشر انور سادات د کمپ ډیویډ تړونونه لاسلیکوي.

د دې تړونونو په برکت پر ۱۹۷۸ کال د سولې نوبل جایزه بېګن او سادات ته په ګډه ور کړل شوه او د ۱۹۷۹ کال د اسراییل مصر د سولې تړون له مخې اسراییل ټوله سینا مصر ته واپس ور کړه، خو بدل کې مصر دغه هېواد په رسمیت وپېژاند او ډيپلوماټیک او سوداګریز اړیکي یې ور سره پیل کړل.

هیښوونکې خبره دا ده چې کینټکي نیو ایرا ورځپاڼې د ۱۹۷۷ کال اګسټ کې لیکلي، جیمي کارټر هغه ولسمشر و چې د حکومتي لګښت کمولو لپاره یې د کمپ ډیویډ د بندلو پلان درلود، خو وروسته د هغه له برکته دا ځای نړیوال شهرت ته ورسېد.

کیمپ ڈیوڈ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۰۰ کال جولای کې د فلسطین مشر یاسر عرفات د اسراییل لومړي وزیر یهود بارک سره ستړيمش کوي.

د فلسطین او اسراییل ترمنځ د ۱۹۹۳ کال اوسلو تړونونو د پلي کولو په هکله دواړو لورو خپلې غوښتنې درلودې او پر ۲۰۰۰ کال د امریکا د هغه وخت ولسمشر بل کلنټن یاسر عرفات او د اسراییل لومړی وزیر یهود باراک کمپ ډیویډ ته ور وبلل.

دوی د باور جوړولو خبرې وکړې، خو له دې سرمشریزې څو اونۍ وروسته فلسطیني غاړو دویمه انتقاضه پیل کړ چې تر ۲۰۰۵ کال روانه وه.

پروېز مشرف په کمپ ډیویډ کې

کیمپ ڈیوڈ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف او د امریکا ولسمشر جورج بوش پر ۲۰۰۳ کال کمپ ډیوید کې

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز او ولسمشر پروېز مشرف د دغه هېواد یواځنی چارواکی دی چې ۲۰۰۳ کال د ولسمشر جورج بوش له خوا دې ځای ته بلل شوی و.

له نوموړي سره خپله مېرمن صبا مشرف هم وه.

د یوولسم سپټمبر له پېښې وروسته دا لیدنه په دې مهمه وه چې دواړو مشرانو د ترهګرۍ ضد جګړې او مختلفو برخو لکه ساینس، ټیکنالوجۍ، ښوونه روزنه او نورو برخو پر همکارۍ وغږېدل.

ښايي د همدې تاریخي اهمیت له امله د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم غوښتل چې افغان طالبان او ولسمشر اشرف غني دې سیمه کې سره وویني او د سولې تړون وشي او د افغان سولې په تړاو هم کمپ ډېویډ خپل نوم پیدا کړي.

خو مالومه نه ده چې د ټرمپ دا پلان به راتلونکي کې پلی شي که نه.

۔